په فراه ولایت کې۲۰۰ تنه د ښځو په ګډون د حرفه ای زده کړو له مرکزه فارغ شول.
قوس 16, 1401 14:05 Asia/Kabul
د افغانستان په فراه ولایت کې د ښځو په ګډون ۲۰۰ تنه د حرفه ای زده کړو له یوه مرکزه، له شپږو میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول.
په فراه ولایت کې د ښځو په ګډون ۲۰۰ کسان د حرفهیي زدهکړو له شپږ میاشتنۍ دورې څخه فارغ شول.د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي شیرمحمد حقطلب وویل، دغه کسان پرون د «رازي» په نوم یوې موسسې له خوا له جوړ شوي شپږ میاشتنۍ حرفهيي زدهکړو پروګرام څخه فارغ شول.
د دغه ځای مسوول وویل، سل ښځې له خیاطۍ او په همدې شمېر نارینه د سولر جوړونې او داسې نورو برخو څخه فارغ شوي دي.نوموړي زیاته کړه: «د موسساتو دا ډول کړنې په اوسني وضعیت کې موثرې تمامېږي؛ ځکه خلک د کار له لارې خپلو کورنیو ته نفقه پيدا کوي.»