قوس 15, 1401 18:37 Asia/Kabul
  • هغه دندې چې مېرمنې په کې ډېرې پیسې ټولولی شي.

د نورو هېوادونو په پرمختیایي پروژو او کارموندونکو ادارو کې کارکوونکو مېرمنو ته هم پوره پام کېږي خو افغانستان د دې برخې په لومړنیو پړاوونو کې حسابېږي.

هغه دندې چې مېرمنې په کې ډېرې پیسې ټولولی شي:

دلته د هغو دندو لست وړاندې کېږي، چې له افغانستانه بهر پکې ښځې ښې پرېمانه پیسې ترلاسه کوي، خو افغانستان کې لا هم دغه کارونه په لومړنیو پړاونو کې دي. دا په دې معنی چې یاد کارونه د مېرمنو لپاره له روغتیایي پلوه زیان نه لري، اسانه دي او ښې پیسې هم په کې شته.

برقيتوب: په نورو هېوادونو کې نارینه له دې کار روزګاره پرېمانه پیسې ټولوي. پدې برخه کې د ښځو کموالی ددې باعث شوی، چې کارکوونکې ښځې په کې ډېرې پیسې ټولې کړای شی خو په مسلکي ډول اوس افغانې نجونې هم په دغه اړه روزل کېږي. د تخنیکي زده کړو انسټیټیوټ همدا اوس لسګونه افغان نجونو ته په تخنیکي برخو کې زده کړې ورکوي.

ډریوري: په افغانستان کې مېرمنې اوس پدې هڅه کې دي، چې د موټر چلولو لایسنس یا اجازه ترلاسه کړای شي. په ښارونو کې هره ورځ ډېرې میندې او نجونې لیدل کېږي، چې د موټر چلولو په حال کې دي، خو دغه شمېر مېرمنې یوازې شخصي موټر چلوي.

په بهرینو هېوادونو کې لکه د نارینه و په شان ښځې چلوونکې هم شته او د لویو یا درنو مالونو انتقالونکي موټر لکه هینو یا ټرک چلوي، چې ښې پریمانه پیسې هم په کې ترلاسه کوي. که څه هم په کور دننه ګڼ راپورونه شته، چې دغه ښځینه ډریورانې له دودیزو ستونزو سره مخ دي، خو تمه کېږي، چې حالت به د وخت په تېرېدو حتمي بدلون ومومي.

سینګارتونونه: اوس په کابل سربېره په ولایتونو کې هم ښځینه کاروباریان واړه کارونه لري او د ښار په کونجونو کې یې هټۍ پرانستې چې ښځې او نجونې سینګاروي، دوی له دې لارې ښې پیسې ټولوي.

ډاکټري: د نارینه ډاکترانو ترڅنګ ښځینه ډاکترانې هم په هېواد کې مخ په ډېرېدو دي. ښځینه ډاکترانې په ټوله نړۍ کې د ډېرو پیسو له ټولونکو دي. له ښځینه ډاکترانو د پوښتونو په ترڅ کې معلومه شوې، چې دوی پخپل دغه کار کې ارامه او هوسا دي او ورسره په ځان باوري او ډاډمنې هم دي.

سوداګري: په افغانستان کې د واړه کاروبار سوداګرې مېرمنې شته، چې یو شمېر بانکونه یې ددې کار د غوړېدا په موخه ورته پورونه هم ورکوي، خو داسې میرمنې بیخي د ګوتو په شمېر دي، چې لویې سوداګرۍ کوي. په نوره نړۍ کې شخصي سوداګري د مېرمنو لپاره د پرېمانه پیسو ترلاسه کولو غوره لاره ده. دوی په لومړیو کې له همدې وړو کاروبارونو پیل کړې وي، چې د وخت په تېرېدو یې سوداګرۍ لوېږي، نو د افغان مېرمنو دې وړو هڅو ته هم لویې تمې شته.

کروندګري: د هغو مېرمنو شمېر په افغانستان کې هم د ډېرېدا په حال کې دی، چې پخپلو کورونو او کروندو کې کروندګري کوي، خو په نوره نړۍ کې دې کار ته مناسب پلانونه جوړېږي او میندې په دوامداره ډول په کروندګرۍ مصروفې وي. کروندګري د پریمانه پیسو د ترلاسه کولو غوره منبع ده. له دودیزو مناسباتو سره هم افغانو مېرمنو ته کروندګري د هغوی نارینه ښه بولي، خو په تاسف چې زده کړو ته د همدغو میندو په تګ راتک یې ډېری وخت نارینه نیوکه کوي.

استادي: ښځینه ښوونکې د افغانستان د پوهنې یو نسبتاً لوی کاریګر قشر دی، چې له یوه اړخه دوی پیسې ټولوي او له بله اړخه د هېواد د بچیانو په روزنه کې هم له نارینه و ترڅنګ هېواد ته په خدمت بوختې دي. وروستۍ احصایې ښیي، چې کال په کال د ښځینه ښوونکو شمېر په هېواد کې مخ په ډېرېدو دی.

خیاطي: د ښځینه خیاطانو شمېر نه یوازې په کابل کې مخ په ډېرېدو دی، بلکې په ولایتونو کې هم ورته د ډېرو ښځو پام اوښتی دی. په ډېری سیمو کې ښځینه خیاطانې یوازې د ښځو جامې ګنډي او په یوه جوړه یې له ۵۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي، چې تر نورو یو څه د ډېرو پیسو کسب بلل کېږي. ډېری ښځینه خیاطانې یوازې د ښځو جامې ګنډي او په بازار کې د نماینده ګۍ او یا هټۍ پرانستو ته هم اړتیا نه ویني او یوازې په خپل کور کې په کار کولو سره خپل کسب پرمخ وړي.

پولیسي: د افغان ملي پوځ په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر هم مخ په زیاتېدا دی، چې له دې لارې هم دوی ښې پیسې ترلاسه کوي. که څه هم د افغانستان په شان ټولنه کې د ښځینه نظامیانو لپاره کار کول ډېر اسانه نه دي، خو بیا هم یو شمېر یې له دې ټولو ننګونو سره سره حاضرېږي، څو د ملي پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړي.

واکسیناتوري: که څه هم له امنیتي لحاظه ښځینه واکسیناتورانې ډېرې خوندي نه دي، خو په دغه برخه کې هم د ښځینه کارکوونکو شمېر له پامه نه شي غورځول کېدای. د ښځینه واکسیناتورانو شتون په افغاني ټولنه کې ځکه مهم بلل کېږي، چې که په یو شمېر کورنو کې نارینه نه وي او  میرمنې ونشي کولای د غېږې ماشومان د واکسین لپاره کوڅې ته راوباسي، نو ښځینه واکسیناتورانې پخپله وردننه کېږي او ماشومان واکسین کوي.

ژباړن: حزب الله اتل

تگ