قوس 15, 1401 18:25 Asia/Kabul
  • په پخوانۍ یوګوسلاویا کې ښځې، جګړه، او کلتور

په ۱۹۷۰کال کې په یوګوسلاویا کې د ښځو د حقوقو او په ټولنې کې د ښځو د رول په اړه، ښځو پوهانو او متخصصینو بحثونه او ناستې وکړې. خو دا غونډې د ښځو د پرمختګ په موخه نه وې، او نه هم ددې بحثونو موخه د هغه ښځو سره مرسته وه چې حقوق ېي تر پښو لاندې شوي وو.

د غرب له سوله‌ییزو خوځښتونو څخه په اغېزې په ۱۹۸۰ لسېزې کې په یوګوسلاویا کې د فېمېنېزم حرکتونه بیا پېل شول چې ډېری ېې د حکومت د بنسټونو په خلاف وو.

د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی، جنسې تېري او په کاري چاپېریال کې د ښځو حقوق هغه مسایل وو چې فیمینستانو ېې په اړه بحث کاوه.

د لومړي ځل لپاره له ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره لومړۍ تیلیفوني اړیکه په زګریب (Zagreb) کې جوړه شوې وه او له هغه وروسته ډېر ژر د ښځو لپاره پناه (د امن کور) هم جوړه شوه.

اوسنې حالت

د ښځو حرکت په پخواني یوګوسلاویا کې تر ډېره حده د ملتپالنې تر اغېزې لاندې راغلی و او تر ډېره حده د جګړې په مخنیوۍ کې ناکام شوی و او په جګړې کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څخه د نورو ملتونو په وړاندې د منفي تبلیغاتو په مخنیوي کې هم ناکام شوی و.

د ښځو د حرکتونو او د خوځښت ژبه، ملتپالو د خپلو تګلارو د پلي کولو لپاره استعمالوله. د کوروشیا (Croatia) د ښځو د حرکت یوې جګپوړې استازې، کوروشیا ته د ښځې خطاب کړی و خو د هغه ښځې چې سربين (Serbian) سړیو په هغه جنسي تېری کړی وي، ددې خبرې وروسته د کرواشیا فیمینستانو په هغه نړیوالو غونډو کې د ګډون څخه انکار وکړ چې د سربي فیمینستانو به په کې ګډون کولو او د نړۍ نور فیمینستان ېي هم غندل [ چې ولې له هغو څخه ملاتړ نه کوي؟].

او هغه فیمینستانې چې د ملتپالو په خلاف و او د هغو سره ېي لاس نه و یو کړی که څه هم په کرواشیا کې و او که سیربیا کې، د دواړو هېوادونو د ملتپاله فیمینستانو او د رسنیو لخوا د هغه هېواد د دښمنانو په نوم یادېدل. ځینو خو حتا په نورو هېوادونو کې پناه هم اخیستې وه.

د پخواني یوګوسلاویا جګړه په کال ۱۹۹۱ په سلوینا(Slovenia) کې پیل شوه، او لس ورځې ېي دوام وکړ. په کرویشیا (Croatia) کې د اګست په میاشتې کې جګړه پیل شوه. د جګړې د پیل څخه وروسته هم د بوزنیا (Bosnia) خلکو په دې ټینګار کاوه چې دا جګړه به هیڅکله په بوزنیا کې پیل نه شي. کله چې یوګوسلاویا سره ټوټې-توټې شوه نو په بوزنیا (Bosnia) سیاسي مشرانو چې- کرادزیک (Karadzic)، ایزدبیګویچ (Izetbegovic) ، او کجویک (Klajuic) – غوښتل چې د ولسمشرۍ یو ګډ سیستم په هېواد کې جوړ کړي او بلاخره جګړه د ۱۹۹۲ کال د مۍ په میاشت کې بوزنیا ته ورسېده.

په پخوانۍ یوګوسلاویا کې جګړه د پخوانيو هغه کمیونستانو له وجهې پېل شوه چې وطنپالي او ملتپالي يې قدرت ته د رسېدو لپاره استعمالوله. د لومړي ځل لپاره د ملتپالۍ غږ د سلوبودن میلوزویچ (Slobodan Milosevic) ، د سیربیایانو مشر چې په کال ۱۹۸۹ کې ېي په خپلو خبرو کې په سربيابانو غږ وکړ چې د کوزوو (Kosovo) په جګړې کې د سیربیایانو قربانۍ یاد وساتي او په دې ېي ټینګار وکړ چې سیربیایان باید هیڅکله بیا د چا د لاس لاندې نه شي او د نورو غلامان نه شي. د سیربیایي مشر دا ویناوې د کوزوو د معدنونو د کارکوونکو د هغه لاریون څخه وروسته وې چې په تاوتریخوالي او تشدد بدلې شوې او پوځي حکومت ته د لارې د هموارولو لومړی ګام و.

ښځو ته د کلتور د محافظو په توګه لیدل کېږي؛ د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی د سړیو د تګلارې د مخنیوني لپاره استعمالېږي.

په کال ۱۹۸۷ کې کله چې میلوزویک د سیربیایانو د کمونیست ګوند مشر وټاکل شو، د لیبرال او آزاد فکر خلک له دندو ګوښه کړۍ شول. علي سوکریجا (Ali Sukrija)، د کوزوو د کمونست ګوند مشر، په خپلو خبرو کې ویلی و چې، “سیربیايي ښځې په کوزوو کې یوازې په قهوه خانو کې د بداخلاقۍ لپاره جوړې دي”. دده له دې خبرې وروسته د کوزوو ښځو لاریونونه پیل کړل او د یوګوسلاویا له پوځه ېي وغوښتل چې د له هغوی څخه دفاع وکړي. په لاریونونو کې ښځو شعارونه لیکلي و چې، (موږ خپل زامن د یوګوسلاویا لپاره قرباني کړل، اوس باید د یوګوسلاویا پوځ له موږ څخه دفاع وکړي).

په ۱۹۹۰ کال کې د سیربیا اساسي قانون تبدیل شو.

کوزوو او ویوودینا (Vojvodina) نور مستقله ولایتونه نه و، بلکې یوازې په پاڼو کې مستقل وو او په نورو برخو کې ېي د کمونستانو مشران د میلوزویک په پلویانو بدل کړ. د کمونستانو کنګرې په څوارلسمې غونډې کې د سلوینیا او د کوروشیا خلک هغه وخت له غونډې ووتل کله چې میلوزویک د یوګوسلاویا د کمونستانو په ګوند کې دېر قدرت پیدا کړ او د ګوند د قدرت تله له نورو نژادونو او خلکو درنه شوه.

د جنګ د پېلېدو څخه وروسته د ښځو ګروپونه د حکومت له خوا جوړ شول ترڅو نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې د ملتپالنې نظریه د ښځو له خوا رامنځته شوې وه. هغه ښځو چې د یوګوسلاویا د پوځ په وړاندې ېي د خپلو زامنو د عسكرۍ په خدمت غبرګون ښوولې و، هغه وخت ېي ځانونه غلي ونیول کله چې د کوروشیا، بوزنیا، او سیربیا د جګړې لپاره ګروپونه جوړېدل. په هغه ښځو چې دیوګوسلاویا په پوځ کې د خپلو زامنو د عسکرۍ مخالفت کاوه، تور لګېدلې دی چې د خپلو خلکو په تباهۍ کې ېي ځکه لاسو درلود چې دوی خپل زامن له هغه پوځه ویستل چې کولای ېي شول ددوی هېواد وژغوري.

ژباړه: حبیبه اشنا

تگ