قوس 15, 1401 18:03 Asia/Kabul
  • د مارچ د اتمې نېټې سره په تړاو په افغانستان کې څه دریادیږي؟

مېرمنه په ټولنه کې خوږ، ساز او سرود وه، د سړیو شان او ښکلا وه. د زمانې پالونکې وه. د تاریخ په اوږدو کې د ظلم او استبداد کړۍ پر مظلومې طبقې (مېرمنو) تل تنګه شوې ده.

د مارچ اتمه او د افغان مېرمنو ژوند

مېرمنه په ټولنه کې خوږ، ساز او سرود ده، د سړیو شان او ښکلا ده. د زمانې پالونکې ده. د تاریخ په اوږدو کې د ظلم او استبداد کړۍ پر مظلومې طبقې (مېرمنو) تل تنګه شوې ده.

هیڅ ټیکنالوژي، ساینس او دومره هسکه لاسبري و نه توانېدله چې د مېرمنو ساندې واوري.

په افغانستان کې مېرمنې د خپلو هیلو په درشل کې خپل فزیکي ژوند په اور کې تېروي. ډېری وخت يې زده کړې فحاشي، خوښي یې ګناه او ازادي یې کفر ګڼل کېږي.

کله چې یوه میرمن پرله پسې پنځه یا شپږ لوڼې وزیږوي کورنۍ یې بیا ورسره هیڅ ښه چلند نه کوي او کورنۍ یې پر خاوند د بلې ښځې تاکید کوي یعنې بیا بله ښځه کوي. لامل يې د نارینه اولاد نه راوړل وي.

کله چې د پلار په کور کې وي، که کومه کوچنۍ تېروتنه هم وکړي نو… تل ورته همدا پیغور ورکول کېږي چې (د بل د کور ښځه یې) محدودیتونه پرې تر همدې نامه لاندې پلي کوي. یعنې ډېر حقوق یې په همدې نوم سلب کېږي.

د زده کړې عامل یې راتلونکی نامعلوم خاوند/کورنۍ بولي. وایي کله چې واده شوه بیا یې د خاوند خوښه ده چې زده کړې پرې کوي یا نه؛ یعنې دغه پریکړې سطحي کوي انجلۍ یې لا نه وي ورکړې خو د محدودیتونو لړۍ پرې د تاکید لپاره جاري ساتي.

دلته لا هم مېرمن خوځنده موجود نه ګڼل کېږي، پلرونه یې خرڅوي په لس، شل لکه افغانۍ. بیا نو یادې انجلۍ سره خاوند د ژوند په اوږدو کې د ځوانۍ ډېر کم عمر تېروي ځکه شپږ میاشتې دلته وي. نور پاتې عمر شپږ، اوه آن لس کاله د سعودي او اروپا په مسافریو کې تېروي.

ریښتیا هم مېرمن لطیفه/نرمه، حساسه او خورا د ژورې حوصلې خاونده ده، لا یې هم د واده نکریزې پر لاس سپینې شوې نه وي چې خاوند یې ترې د شپږ او اوو کلونو لپاره بېرته مسافر شي.

په بدل نکاح کې ورکول یې بل ظلم، په بدو کې ورکول بل وحشت، قتل ورور وکړي بدیل یې خور پرې کوي.

دلته د مېرمنې شان، حیثیت او عزت تر پخښو لاندې دی. دلته مېرمن خوځنده انسان نه بلکې وسیله ګڼل کېږي.

په کومو ټولنو کې چې پر مېرمنو ظلم کېږي حقوق یې تر پښو لاندې کېږي هغه ټولنې نیمې نه ټولې ړنګې دي.

د هېواد په کچه په سلو کې پنځه سلنه خلکو به مېرمنو ته مېراث نه وي ورکړی.

مېرمن د ژوند سمون دی، د انساني خوځښت تولیدوونکې ده. د پیغمبرانو روزونکې وه. زما او ستا پالوونکې ده.

مېرمن لور ده، خور ده، مور ده ځکه خو خوږ پیغمبر یې تر پښو لاندې جنت انځور کړی.

د مېرمنو د خوښیو عامل شئ، د ستونزو لپاره یې اوږه شئ، د دردونو لپاره یې مرحم شئ، د اولاد لپاره یې یو ښه پلار شئ.  میرمن د سړیو زغروال لباس دی او هغه ټینګه امسا ده چې د ژوندانه په ډبرینه ځمکه د خاوند لپاره تکیه ده.

لیکوال: عبید افغان