قوس 15, 1401 17:47 Asia/Kabul
  • د افغان نجونو له پاره ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري ستونزې او محدودیتونه

زرګونه نجونې د کورنيو له تاوتریخوالي سره مخ دي چې کورنۍ یې په زور د هغوی ودونه په کم عمر کې کوي، یا یې په بدو او بدل کې ورکوي.

د ښځو او نجونو له پاره ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري ستونزې  او محدودیتونه

د نجونو په حق کې تېری کیږي دلته یو اړخ زموږ ټولنیزې ستونزې دي چې بېرته د افغانانو د لوی قشر ښځو د تعلیم څخه بې برخې توب له امله رامنځ ته کېږي. ښځې که تعلیم وکړي نو هغوی کولی شي ټولنې ته سالم نسل تربیه کړي. سیدجمال الدین افغان د ښځې په تعلیم ټینګار کاوه ویل یې: که چېرته یو زوی تعلیم وکړي یوازې یو نسل او که لور تعلیم وکړي نو پنځه نسله به مو روزلي وي. له همدې امله ده چې زموږپه ژوند کې ټولنیز عدل او متوازن ژوند ګډوډ دی او هر څه کې مو خلک له ستونزو سره مخ کیږي، کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی رامنخ ته کېږي. 

که بل خوا وګورو د افغانانو ژوند له اقتصادي پلوه ډېر کمزوری دی چې هره کورنۍ کې به یوازې یو کس کاروبار کوي او یا به ځمکو او نور ډېرو کمو امکاناتوکې ژوند مخ ته وړي. دوی آن د خپلې لور، چې د دوی ناموس او وینه ګڼل کېږي، د هغې د خرڅېدلو او په هغې خپل ژوند سمبالښت نه شرمیږي او دغه د یوه بد دود په بڼه د کلونو جګړو او ناخوالو افغانانو ته په میراث ورپاتې شو چې اوس د ولور په نوم زموږ ټولنه کې عام دود ګرځيدلی. 

اکثره خلک په کلیوالي سیمو کې لور ته د انسان نه بلکې د مال په سترګه ګوري. ما څو ځله اوریدلي چې ځیني پلرونه یا د کورنۍ نارینه خپلو لوڼو ته د مازدا او ډاینا په نامه خطاب کوي یا که د چا لور ښکلې وي نو هغه کس د هغې په سر بریت تاووي ته به وایې کومه خزانه یې د سرو زرو په کور کې خښه ده، ان تر دې چې ځیني خو غیر مستقیم خپلې لوڼې بولۍ ته وړاندې کوي یا هم په مرکچیانو کې پرې چڼې وهل شروع شي چا چې ډير قیمت پرې کېښود نو نجلۍ د هماغه کس ده . ځیني نورې غریبې کورنۍ بیا خپلې لوڼې بدل کې ورکوي دلته مهمه نه ده چې چا ته قسمت کې څه راووتل باالکل د یوه مال په سترګه ورته کتل کیږي چې دغه ټولې ستونزې په وروستیو کلونو کې دجګړو او بېسوادۍ له امله زموږ په خلکو کې دود شوې.

یوازینی لامل یې په وطن  کې جګړې او ناامنۍ وې چې وطن کې یې د یوه لوی قشر ښځینه و د تعلیم مخه بنده کړې وه.

د حکومت د ړنګیدو او نوې حاکمې ډلې  په راتګ سره یوازې قرباني د افغانستان لوڼو  ورکړه او لا یې هم ورکوي

د اسلامي چوکات جوړیدلو او د بودیجې کمښت په نامه سره افغانه لور د اتو میاشتو راهیسې له تعلیمه بې برخې ده سره له دې چې نارینه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او د هغوی لپاره د بودیجې خبره نه ده مطرح خو ولې؟

اکثریت ښځه که په تاریخ کې هم ولولو نو موږ به ددغې ورکې انسانې څېره کې دلویو قدرتونو او امپراطوریو ټول وجود ووینو چې ددغې ښځې ټول قدرت او ځواک یې په خپل نامه  کړی دی. چې  حاکمه ډله هم د ښځې د تعلیم او حق څخه په نړیوال ستیج سیاسي ګټه پورته کړه  او ددوی په نامه یې تېر ځل د یو میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه وکړه چې همداراز دوی د اسلامي او شرعي چوکاټ د جوړیدو خبره په داسې وخت کې کوي چې ددې چوکات لپاره د افغانستان په سنتي او اسلامي ټولنه کې هېڅ منطقي دلیل نشته ځکه د افغانانو خپل دود او دستور  د پت څخه ډک او مالامال دی.

د معارف د قانون په نهه دېرشمه ماده کې راغلي چې د زده کوونکو هر ډول جسمي او روحي ځورول(حتی د هغوی د تادیب او اصلاح په منظور) بند دي. د سرغړونکي د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

خو اوس د افغانستان د میلیونونو ښځینه زده کوونکو سره په ملي کچه ذهني ځورونه پیل ده چې خورا بدې پایلې به ولري.

تگ