قوس 15, 1401 17:43 Asia/Kabul
  • د افغان نجونو زده کړې د واک قرباني شوې.

د یوې ټولنې په پرمختګ کې د نارینه په اندازه ښځه هم د برابرو حقوقو مالکه ده. لکه څنګه چې د بشر تکامل د ښځې یا نر څخه پرته نیمګړی دی همدغه شان د ټولنې پرمختګ او ژوند د ښځې له تعلیم او ټولنییز حیثیت پرته ناشونی دی. 

موږ په داسې یوه پېر کې ژوند کوو چې نور د ښځې او نر بحث کول د پیړیو شاته پاتې او شاربل شوې کلیشه یې خبرو کې راځي.اوس داسې زمانه ده چې  د انسان کاري ځواک او ځيرکتیا ته کتل کیږي. ننۍ نړۍ کې تعلیم د هر انسان لپاره دومره مهم دی لکه د انسان بدن چې بې اوبو څښلو نه شي پایېدلی .تعلیم د اوسني انسان اصل او اساس دی. هغه وګړي چې بې تعلیمه لوییږي په اوسنۍ زمانه کې د هغوی شتون نه یوازې د ټولنې بلکې خپله هغوی ته لوی سرخوږی دی. 

افغانستان او زموږ په شان غریب هېوادونه چې لسیزو جګړو خوړلي د نړۍ په داسې یو عصر کې چې د ځیرکې ټکنالوژۍ خورا چټګ ګامونو سره زموږ منډې او ځغلیدل هم تر دوی رسېدل خورا ډېره سختي ګالل غواړي. باید د افغانستان په شان یو وروسته پاتې هېواد د خپل مزل یو ساعت هم بې ځایه تېر نه کړي او لا چټک ګامونه واخلي خو له بده مرغه موږ نه یوازې چټګ څه چې عادي تګ هم نه کوو، بلکې د خپل نسل د تعلیم او پرمختګ په لاره کې په خپله خنډونه رامنځ ته کوو. 

افغانستان په دغه وروستیوکلونو کې د ښوونې او ورزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ. خو بیا هم هغه څه چې باید د افغانستان ښوونې او روزنې وزارت تر سره کړي وای هغې موخې ته ونه شو رسېدلی. سره له دې چې نړېوالو هېوادونو او نورو بشري مرسته کوونکو موسساتو خپل ټول زور وازمویه، خو موږ تېر حکومت ګرم نشو بللې، ځکه تیر حکومت د معارف سیستم کې لویه او اساسي ستونزه د امنیت وه چې تر ډېره د نجونو ښوونځیو ته مخامخ وه. د افغانستان په ټولو ولایاتونو کې د نجونو ښوونځي یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې فعال وو او په ډېرو کمو ولسوالیو کې به یوه یوه لیسه فعاله وه چې هغو کې به هم یوازې تر نهم  پورې نجونو زده کړې کولې له هغې وروسته به یې کورنیو دغه نجونې له ښوونې او روزنې راګرځولې ځکه امنیت ددوی لپاره لوی ګواښ و او یا به یې ښوونځي وسوځېدل دوی به په کورونو کیناستلې . اکثریت نجونو ونشول کولی د تعلیم حق تر لاسه کړي .

((له ۴۱۲ ښاري ناحیو او ولسوالیو څخه په څه د پاسه ۲۰۰ ناحیو او ولسوالیو کې یوه نجلۍ په لسم او تر هغه پورته ټولګیو کې نشته او ۲۴۵ ولسوالسو کې ان یوه ښځینه مسلکي ښوونکي نه لري 

یوولس میلیونه هېوادوال اوس هم بې سواده پاتې دي او د لسو ولایتونو ۶۸ ولسوالیو کې ۶۲۱ ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله نړلي دي.)) 

 په میدان وردګو ولایت کې د وسلوالو له خوا یو ځل په راکیټونو وویشتل شوه او په  پرلپسې ټوګه تر ګواښونو لاندې وه تر هغه چې په ۱۳۸۶ کال کې یې په تورو لمبو کې رڼه ډیوه د تل لپاره مړه کړه. هغه وخت زموږ په ښوونځي کې تر ۱۱۰۰ تنو نجونو زده کړې کولې، چې ټولې په کورونو کېناستلې، او د هغوی ټولې هیلې وسوځول شوې. داسې سلګونه ښوونځي وسوزیدل ، وران شول، او نور ډېر ښوونییز مرکزونه له زده کوونکو سره ګډ په بمونو والوزول شول. د نجونو مخونو ته تیزاب وشیندل شول، مسمومې شوې، د ښوونځي په لاره کې ترور شوې  چې په کې سلګونه ښځینه زده کوونکو او ماشومانو خپل ژوند دغه شان له لاسه ورکړ. د افغانستان د معارف سیستم خورا خونړیو پیښو او حالاتو سره مخ شو خو بیا هم د پام وړ بدلون رامنځ ته شو چې له بده مرغه اوس دا هم ړنګ شو او هره ورځ یې په اړه نوي د امر ثاني حکومونه ورکول کیږي

د اګست پنځلمسه او د نجونو د تعلیم په وړاندې د حاکمې ډلې له خوا بندیزونه:

د اګسټ په پنځلسمه چې حکومت ړنګ شو د نجونو تعلیم هم ړنګ شو او د حاکمې ډلې له خوا د نجونو په تعلیم بندیز ولږیده سره له دې چې د اسلام مبارک دین او شریعت د هر انسان په زده کړه تاکید کوي او په قرانکریم کې لومړی ایت چې نازل شو د اقرا مانا ولوله وه چې هلته ټولو انسانانو ته امر شوی. خو حاکمه ډله چې د اسلام او شریعت د تطبیق دعوه کوي تل ددې خلاف عمل کړی او بیا یې هم داسې دلایل چې زموږ په کلتور کې منطق نه شته، راوړل او بیا په اسلام تپل د دوی عادت ګرځیدلی.  خدای ج په قران مجید کې فرمایلي: قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون. ژباړه: ایا هغه کسان چې پوهیږي له هغو کسانو سره چې نه پوهیږي برابر دي ؟ نه هیڅکله نه 

همدارنګه زموږ خوږ پیغمبر محمد ص حدیث دی چې وایي: د علم زده پر هر نارینه او ښځینه فرض ده.

  د دوی تر ټولو لومړیتوب د نجونو د زده کړو درول وو چې هم د پوهنتون او هم د ښوونځيو نجونې په کور کښېنول شوې. په لومړیو کې د حاکمې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویل چې د لنډې مودې لپاره به دغه ښوونځي بند وي ځکه د معارف برخه کې یو لړ داسې مسایل شته چې هغه اسلامي او شرعي چوکات باید ورته جوړ شي. سره له دې چې د افغانستان خلک خپل کلتور هم د پت او ستر څخه جوړ دی. د ا.ا حاکمې ډلې ددې خبر په اورېدو سره ټولو افغانانو ذهني نارامتیا او پوښتنه راپیدا شوه چې د دوی لوڼو ښوونځیو ته تګ او جامه شرعي ده؛ د نجونو ښوونځي جلا، جامې او هر څه  منظم دي  نو دا به څنګه شرعي چوکاټ جوړیږي؟ لا هم د اتو میاشتو په پوره کېدو حاکمه ډله پرې بریالی نشوه او نن ورځ د نوي تعلمي کال په پیل کېدو سره دغه خبره راپورته شوه چې جامې اسلامي او کلتوري نه دي سره له دې چې د جدې میاشت کې دوی خبر خپور کړ چې د نجونو ښوونځي به پیل کیږي. 

لیکواله: مریم امرخیل 

تگ