قوس 14, 1401 15:17 Asia/Kabul
  • له بدخشان او ډایکنډي پوهنتونونو څخه ګڼ شمېر نجونې فارغې شوې.

د بدخشان او ډایکنډي پوهنتونو له بېلابېلو پوهنځيو څخه د لېسانس زده کړو په کچه محصلانې فارغې شوې.

د بدخشان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي څخه ۵۴ نجونې فارغې شوې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې خپل فراغت ولمانځه.

دارنګه د ډایکنډي پوهنتون څخه هم د ۱۱۸ نجونو په ګډون ۱۷۸ تنه فارغ شول .

د ډایکنډي پوهنتون یوه فارغه محصله فاطمه حسینی، چې په دغه وروستیو کې فارغه شوې ده وايي چې خورا ډېر ارمانونه يې په زړه دي چې مخته ولاړه شي. نوموړې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي تر څو د هلکانو په څېر نجونو ته هم د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي تر څو وکولای شي ټولنې ته د یوې زده کړې ښځې په توګه وړاندې شي.

ښځې پر دې باور دي چې که یوه نجلۍ زده کړې وکړي نو کولای شي، ټولنې ته یوه مهذبه او زده کړې کورنۍ وروزي چې دا د ټولنې په سمون کې خورا ستر رول لري.

تگ