هغه رازونه چې هوښيارې ښځې پرې پوهيږي!
پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه سم درک لري. دوی تل د خپله زړه خبرو ته غوږ نيسي او له هغه څه خبريږي چې د دوی په ذهن، بدن، او احساساتو کې جريان لري.
هغه رازونه چې هوښيارې ښځې پرې پوهيږي!
پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه سم درک لري، دوی تل د خپل زړه خبرو ته غوږ نيسي او له هغه څه خبريږي چې د دوی په ذهن، بدن، او احساساتو کې جريان لري.هوښيارې ښځې پوهيږي چې:
۱- په ځان باندې باید باور، د نفس عزت او په نفس باندې اعتبار ولري.
۲- زړه سواندې، پرېکړه کوونکې، خلاقې، نظارت کوونکې او هوښيارې وي او ترهرڅه نه مهم دا چې وکولای شي د ځان کمزوري او قوي ټکي وپېژني.
۳- وکړای شي د هغه خلکو پر وړاندې، چې د کړنو(فعاليتونو) خنډ یې ګرځي او يا غواړي چې د دوی کړنې ترخپل کنټرول لاندې راولي څنګه څه ډول ځان ژغوري.
۴- د پرېکړې کولو وړتيا ولري د نورو خلکو ګټورو وړانديزونو ته غوږ ونيسي خپلې نظريې وړاندې کړي او وکړای شي چې د خپلې پرېکړې څخه ملاتړ او يا ننګه وکړي.
۵- د دې پر ځای چې د نورو خلکو د منلو(تاييد) په تمه اوسي ښه دا دي چې د نورو د درناوی د جلبولو په تمه اوسي.
۶- د دې له پاره چې نورو ته وښایي چې یوه ښه ښځه یو انسان دی او د نورو کسانو په څېر خپلو مسؤلیتونوته ژمنه ده.
۷- خپل ځان دې وپېژنئ او ځان ته درناوی وکړي، او ددې احساساتو سره د خپل ځان او د خپل ژوند واک په خپل لاس کې واخلي.
۸- د ارزښتونو او وړتياوو څخه يو روښانه مفهوم راوباسي او هېڅکله خپله وړتيا د تاوتريخوالې سره غلطه نه کړئ.
۹- هره ورځ دې په خپل ژوند کې بدلون او پرمختګ راولي.
۱۰- د خپل ژوند د لومړيتوبونو څخه باخبره واوسئ او وپوهيږي چې د هغوی له پاره ژوند لنډ دی او نه ښايي چې خپل وخت او انرژي په بې ارزښتونو څيزونو باندې تېره کړئ.
۱۱- نهيلي شرايطو باندې سترګې پټې کړي او پوه شي چې د “بهبود(ښه والی)” په لاره مزل کوي او يو څوک شته چې وکړای شئ تکيه پرې وکړي يانې “پخپل ځان”.
۱۲- ددې پر ځای چې د نورو د خوشاليو له پاره هڅې کوي د ځان د خوشاله کولو له پاره دې هم هڅې وکړی.
۱۳- ځان ځاني او ځان خوښونې دې پريږدئ او هغه بحثونو او خبرو اترو ته دې ځان چمتو کړي چې د دوی پر توقعاتو او غوښتنو باندې بحث کيږي.
۱۴- په دې دې پوه شي چې دوی کاملې نه دي او همدا نيمګړتيا د دوي ښکلا لا زياتوي او دا هم درک کړي چې دا يو ناممکنه کار دي چې يو انسان په هر برخه کې پياوړي او ځواکمن واوسي.
۱۵- وروسته له هرې ناکامۍ څخه دې بېرته راپورته شي، تجربه ترلاسه کړي او پرمختګ وکړي او خپله تجربه له نورو سره هم شريکه کړي.
۱۶- د ځېنو مخالفتونو سره وکړای شي چې خپلې اړتياوې بيانې کړي.
۱۷- انعطاف منونکي دې واوسي خو ماته دې نه مني.
۱۸- نورو له پاره دې يوه بېلګه او يوه الهام بښونکی کس واوسي.
۱۹- د ژوند په تولو پړاونو کې دې پر خپل خدای پاک باور ولري آن په هغه سختو شرايطو کې چې د ژوند څخه هيڅ ښه درک نه شي حس کولي.
۲۰- ځانونه به ګټورو مالوماتو باندې سمبالې کړي د واقعيتونو او خرافاتو ترمنځ دې توپير وکړای شي.
۲۱_ عاقلانه فکر دې ولري، عاقلانه رفتار دې ولري او تل دې په ياد ولري چې “ښځه” د خدای پاک یو با ارزښته مخلوق دی.
ژباړه: محبوبه اکبر