په ځینو هېوادونو کې د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه شوي دي.
قوس 07, 1401 15:14 Asia/Kabul
د کاناډا، امریکا او برتانيې هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې د افغان مېرمنوپه ملاتړ لاریونونه شوي دي.
د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د کاناډا، امریکا او برتانیې هېوادونو په مختلفو ښارونو کې د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه شوي دي. دغه لاریونونه د افغان مېرمنو پر زده کړو، کار او فعالیتونو باندې د محدودیتونو دلېرې کولو په اړه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له څه دپاسه یو کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي او په ځینو نورو برخو کې هم د مېرمنو په وړاندې محدودیتونه شته دي چې په اړه یې کله ناکله په هېواد دننه او بهر لاریونونه کيږي.