قوس 06, 1401 19:41 Asia/Kabul
  • د چاپېريال په ساتنه کې د ښځو ونډه

که چېرې د چاپېريال په ساتلو کې د ښځو ونډه په نظر کې ونيسو نو د دوی ځواکمني کوم چې په نړی کې دوام لري د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو د توامندۍ سره برابره ده.

که چېرې د چاپېريال په ساتلو کې د ښځو ونډه په نظر کې ونيسو نو د دوی ځواکمني کوم چې په نړی کې دوام لري د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو د توامندی سره برابره ده. البته د ښځو د رول په هکله بېلابېل نظريات وړاندې شوي دي. ځينې پوهان چې د چاپېريال په ساتلو کې د ښځو نظرياتو ته لوړوالی ورکوي پدې باور دي چې ښځې يوازې د ښځوالی په سبب د نارينه وو نه زيات د چاپېريال په ساتلو کې هڅه کوي مګر يوه بله ډله پوهان پدې باور دي چې د ښځې نه يوازې د ښخه په عنوان بلکې د هغې تجربو په اساس چې د طبيعي سرچینو او د اړونده مديريت په برخه کې يې لري د نارينه ووڅخه زيات د چاپېريال په ساتنه کې رول لوبولی شي

. د مور غېږ د روزنې لومړنی مدرسه ده .سربېره پردې چې هر ماشوم د ښو او بدو الفباوو تر څنګ نور څه هم زده کوي، ښځې په عين وخت کې د چاپېريال سره نږدې اړيکې لري. که چېرې ښځې د چاپېریالي ستونزو او شخړو او د هغې په مقابل کې د لارو چارو نه خبرې شي، ډېر اغېز به يې په ماشومانو، د کورنۍ غړو او د دوی شاو خوا اوسېدونکي باندې وي. دوی کولای شي چې سربېره پر ماشوم روزلو او ساتلو د کور دننه او دباندې کارونو باندې د يو ساتونکي په حيث دنده ترسره کړي. اما ډير اړين رول په چاپرييال ساتنه کې د ښځو په لاندې ډول دي.

  ښځې راتلونکي نسلونو ته د چاپېریالي فرهنګ د لېږد اصيل عاملې دي. پدې ډول چې د خپلو اولادونو روزنه اوپالنه د دوی په غاړه ده. د ماشوم له پيدا کېدو سره سم د ژوند کولو لارې چارې ، فرهنګ ، رسم او محيط سره اړيکې د خپلې مور څخه زده کوي. څه ډول چې د ژوند کولو فرهنګ د ښځو په منځ کې عام شي او ښځې د اکو سيستم توامنندی وپېژني، په هغه صورت کې کولی شي چې دغه معنوي میراث خپلو اولادونو ته وليږدوي .

  ښځې چې د کور د سمبالښت مديريت په واک کې لري کولی شي چې د کور او محل د چاپرييال ساتونکي و اوسي ښځې د کور د کارونو او نورو فعاليتونو له امله نه شي کولای چې زيات وخت د محل په کارونو ، د کرکيلې او زراعت په چارو کې بوخت کړي نو ځکه يې زده کړې نيمګړې دي. په همدې وجه که ډله ييز ارتباطي وسايل په تېره بيا راډيو او تلويزيون په دغه برخه کې د ښځو لپاره زيات پروګرامونه او علمي مطالب ترتيب او خپاره کړي، دابه د چاپېريال ساتنه کې د ښځو په پوهه باندې يو سرمایه ګذاري شوي وي.

دا یو څو ټکي دي چې د ښځې د شان په اړه ولیکل شول که نه اسلام خو تر دې په مراتبو ډېر حقوق ښځو ته ورکړي او موږ پښتانه خو هسې په ښځو زور زیاتی  کوو او حتی له ښځو سره د کور په چارو کې مشوره هم نه کوو ځکه بیا ځانونه راته کم ښکاره کيږي.

 

تگ