یوناما د افغان ښځو په نیولو اندېښنه ښودلې.
عقرب 28, 1401 15:04 Asia/Kabul
یوناما وايي چې طالبان دې د افغان مېرمنو د نیول کېدلو لاملونه په ډاګه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي چې د افغان مېرمنو د نیول کېدلولاملونه دې په ډاګه او اعلان کړي. په دغه وروستیو کې افغان مېرمنې د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي او کله کله له ستونزو سره هم مخ کیږي.