عقرب 26, 1401 11:52 Asia/Kabul
  • ملاله یوسفزۍ څوک ده ؟

په عامه توګه ملاله هم ورته وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې پاکستانۍ فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده. همدارنګه هغه د سولې د نړیوالې جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې او دوه یمه پاکستانۍ وګړې ده چې دغه جایزه ترلاسه کوي.

ملاله یوسفزۍ (زیږون ۱۲ جولای ۱۹۹۷) څوک ده ؟

په عامه توګه ملاله هم ورته وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې پاکستانۍ فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده. همدارنګه هغه د سولې د نړیوالې جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې او دوه یمه پاکستانۍ وګړې ده چې دغه جایزه ترلاسه کوي. هغې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د هغې په اصلي ځای د پاکستان شمال لوېدیځ خیبر پښتونخواه ایالت په سوات دره کې د ښځو او ماشومانو د زده کړو د حقونو په دفاع پېژندل کېږي، هغه ځای چېرې چې د پاکستاني طالبانو تحریک هغه وخت نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې وې. له نوموړې ملاتړ په نړیوال خوځښت بدل شو چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر شاهد خااقان عباسي په وینا هغه د هېواد "ډېره پېژندل شوې څېره" ده.

د تعلیمي چارو فعال ضیاالدین یوسفزي لور د پاکستان د خیبر پښتونخواه په مینګوره کې په یوه پښتنه کورنۍ کې زیږېدلې ده. د۰ ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې کله چې نوموړې ۱۱-۱۲ کلنه وه، په مستعار نوم یې بی بی سي اردو وبلاګ کې د خپل ژوندانه په اړه جزییات څرګندول په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په سوات کې واکمن و. د همدغه کال په دوبي کې خبریال ادم بي ایلیک (Adam B. Ellick) چې سیمې ته د پاکستاني پوځیانو په مرسته تللی ؤ د نوموړې د ژوند په اړه یې نیویارک تایمز ته مستند فلم جوړکړ. ملاله له چاپي رسنیو او تلویزیون سره له مرکو وروسته مشهوره شوه او د دیسمونډ توتو (Desmond Tutu) له خوا د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې لپاره نومانده شوه.

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په نهمه  کله چې ملاله یوسفزۍ د ازموینې له ترسره کولو وروسته  په بس کې سپره وه په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یو وسله وال په برید کې چې غوښتل یې نوموړې د هغې د فعالیتونو له امله ووژني، له دوه نورو نجونو سره وویشتله. بریدګر وتښتېد، ملاله په سر لګېدلې وه او د بېهوښۍ په حالت کې د راولپنډۍ  انستیتیوت د زړه څانګې ته یووړل شوه، د هغې د حالت له لږ ښه کېدو وروسته نوموړې د بریټانیا په بېرمنګهم ښار کې د ملکې الیزابت روغتون ته یووړل شوه. پر هغې برید له نوموړې څخه د نړیوال ملاتړلامل شو. دویچه ولی د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې په یوه راپور کې څرګنده کړه چې کېدای شي هغه "د نړۍ په تر ټولو مشهوره ځوانه څېره" بدله شي. د نوموړې د وژنې له هڅې څو اوونۍ وروسته د پاکستاني علماوو یوې ۵۰ کسیزې ډلې د هغو کسانو پر ضد فتوا ورکړه چې په نوموړې یې برید کړی ؤ. د پاکستاني طالبانو تحریک په نړیواله کچه د دولتونو، بشري حقونو د سازمانونو او فیمینېسټ ډلو له خوا په کلکه محکوم شو. د پاکستاني طالبانو تحریک چارواکو د دغه محکومیت پر ضد د یوسفزۍ په محکومولو ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې هوډ لري بیا ځلي پر هغې برید وکړي، ځکه دوی احساس کاوه چې دا یې دیني وجیبه ده. د دوی دغه څرګندونې د نړیوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوې.

تگ