عقرب 17, 1401 12:29 Asia/Kabul
  • ښځه هم کولای شي چې په حکومتي چارو کې ونډه واخلي.

ښځه هم د اوسنيو اړتیاوو او خپلو وړتیاوو پربنسټ کولای شي په حکومتي چارو کې ونډه ولري.

لکه چې پوهېږئ په تېرو کې حکومتي دود په ننني وخت کې له حکومتي دود سره ډېر توپير لري. په تېر پېر کې حکومت، يو وګړيز دکتاتوري حکومت و. پاچا پر خپل نظر او سليقې حکومت کاوه، پرته له دې، چې د سلاکارانو مشورې ته يې څه پام وي او يا يې سوچ ځان اړ نه باله چې له نورو سره مشوره وکړي. په اوسني پير کې حکومتي چارې داسې دي چې واکمن پخپله محکوم دى چې په قانون پسې ولاړ شيږ د هغو بنسټونو پر وړاندې ځواب ورکوونکى دى، چې حکومت څاري. شونې ده، چې دا بنسټونه يې له حکم سره په ټکر کې وي او کله يې حکم نقض او مات کړي.

زموږ په پېر کې نارينه او ښځو ته د حکومت شرايط د تېر وخت له حکومتي شرايطو سره بیخي توپير لري. داسې ښکاري چې په تېر وخت کې د ښځې واکمني يو منفي چاره وه، ځکه ښځې لکه، چې ښايي عدالت، فرهنګ او قانون يې رعايتولاى نه شو، خوزموږ وخت ترې توپير لري. ښځه په عقلمنۍ او حکمت سره ځانګړې او ممتازېداى او د نورو له سلا مشورې ګټنه اخېستلای شي.

قرآن کريم د سبا ملکې داستان روايتوي، چې واکمنه وه او په مسايلو کې يې د خپل قوم له مشرانو سره سلا مشوره کوله، چې که هوډ نيسي، نو د ټولو پرخوښه به وي.

 کله چې د سليمان عليه السلام ليک ور ورسېد، د خپل قوم له مشرانو سره يې مشوره وکړه چې خپل نظريات ور واوروي. د قوم مشرانو يې ورته وويل، بايد د هيواد شونتياوې راټولې او له سلميان (ع) سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي. د سبا ملکې په دغه باب سوچ وکړ او ويې ويل: زه سليمان (ع) ته يوه ډالۍ ورلېږم او ويې ښودله، چې په فکر او تدبير کې د خپل قوم تر نارينه و ښه عقلمنه ده. کله چې يې له سليمان (ع) سره ليده کاته وکړل، غاړه يې ورته کېښووه او ويې ويل: ((اسلمت مع سليمان لله ربي العالمين، له سليمان سره مې نړۍ پال الله ته غاړه کېښوده))

 

تگ