آیا ښځه قضايي چارې مخته وړلای شي؟
عقرب 17, 1401 12:20 Asia/Kabul
ځينې په دې باور دي چې ښځې نه شي کولای په قضايي چارو کې قضاوت وکړي خو ځينې بيا په دې باور دي چې کولای يې شي خو په محدودو مسایلو کې.
په اسلامي فقه کې د ښځو د قضا د رد په اړه څه نښې شته او ددې رد علت يې څرګند کړى، چې د ښځې عاطفي اړخ ډېر غښتلى دى او شونې ده، چې همدغه اړخ د (حکم) په څرنګوالي اغيز پرېباسي او په هوډ نيونه او حکم کې د کږښت لامل شي، نو ځکه په ځينو رواياتو کې راغلي، چې نه بايد ښځه قضايي مسووليت تر غاړې کړي. خو ددغو رواياتو په باب په وروستيو فقهې او اصولي ویناوو کې یوڅه ملاحظات شته. مهم او د پام وړ ټکى دا دى، چې په ننني وخت کې د قضايي چارو دود تر تېر وخته ډېر تغيير کړى دى، لکه وکيلان شته، چې د قاضي پر وړاندې استدلال کوي او په قضايي بېلابېلو چارو کې ویناوې کوي. ويلاى شو، چې نن قضا تر تېر پېره دېر توپير لري.