عقرب 17, 1401 12:14 Asia/Kabul
  • د اسلام په سپېڅلي دين کې ښځې ته خورا دروند نظر شوی.

اسلامي مفکوره په پيدايښت کې د نارينه او ښځې انسانتوب ته په يوه ليدلوري ګوري او دواړه خوځښت او رغاونې ته رابولي.

اسلامي مفکوره په پيدايښت کې د نارينه او ښځې انسانتوب ته په يوه ليدلوري ګوري او دواړه خوځښت او رغاونې ته رابولي او له بهيره د کږېدو مسووليت يا په ګروهه کې پايښت يو رنګ د دواړو پر اوږو ږدي او د انساني تکامل د اصل له مخې د دواړو تر منځ ونډې او مسووليتونه ويشي.

په قران کریم کې نارينه او ښځې په لاندې اوصافو او ځانګړنو يادې شوي چې په واقعیت کې يو د بل انډول او سره مساوي دي:

1_ مسلمانان او مسلمانانې.

2_ مؤمنان او مؤمنانې.

3_ تابعداران او تابعدارانې.

4_ رښتينی او رښتينې.

5_ صبر کوونکی او صبر کوونکې.

6_ عاجزي کوونکي او عاجزي کوونکې.

7_ خيراتيان او خيراتيانې.

8_ روژه تيان او روژه تيانې.

9_ د خپلو عورتونو ساتونکی او ساتونکې.

10_ د الله ډېر يادوونکی او يا دوونکې.

حضرت رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: منظور څه دى، چې نارينه په ښځې پسې ولاړ نشي؟

رسول اکرم (ص) ورته وويل: ((تطلب منه الذهاب الى حمامات و العرسات و العيدات و النياحات و الثياب الدققايق)) که ښځه له مېړه وغواړي، چې عمومي حمامونو د واده او خپګان غونډو او پلور ځايونو ته په داسې حال کې ورشي، چې نرۍ جامې واغوندي، چې بدن يې ترې ښکاري، نو نارينه يې باید خبره ونه مني.

په افغانستان، سودان، لبنان، ايران او ډېرى اسلامي هېوادونوکې د ښځو د فعاليت تجربې راښيي، چې ښځې په بېلا بېلو ډګرونو کې فعاليتونه او مسووليتونه لري. په ځينو چارو کې ان تر نارينه و مخکې شوې دي، لږ تر لږه خو په يوې برخې کې هم تر نارينه و وروسته پاتې نه دي. په دغه ټولو برخو کې وينو چې حجاب د ښځو د فعاليت خنډ نه دى. 

اسلام د نارينه او ښځې تر منځ په نژدې، دوستانه او مينه ناکو اړيکو ګروهه لري او هم غواړي، چې د ټولنې فضا له هر ډول شکمنۍ سوچه او پاکه وي، چې د ښځې عفت او ارزښت زيانمنوي. په اسلام کې ښځې ته دروند نظر شوی او هغه يې د ځان پټ ساتلو ته متوجه کړې. ښځينه باید خپل حجاب مراعت کړي ترڅو ټولنه خوندي وي او د اسلام اصول او احکام هم منل شوي وي. 

تگ