ښځه هم په ټولنه کې د ځانګړي مقام درلودونکې ده.
ښځې په اسلام كې د نارينه وو په څېر په ډېرى ټولنيزو مسايلو كې د مناسب مقام درلودونكې دي.
ښځې په اسلام كې د نارينه وو په څېر په ډېرى ټولنيزو مسايلو كې د مناسب مقام درلودونكې دي او له ټولنيزو او ډله ييزو فعاليتونو منع كړاى شوي نه، بلكې د قرآني او حديثي ښوونو له مخې دواړو ته يو رنګ ټولنيز مسووليتونه ورمتوجه دي.
پر ښځو يوازې د جهاد د مسووليت ور تر غاړې شوى نه دى، البته يوازې جهاد او نه نورې مبارزې لكه دفاعي مبارزه او يا ډېرى سريزې يا ملازمات او يا د جګړې اوجهات د مؤخرات.
قرانکریم وايي:
توبه _ 71 آيت: (( وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =))
د خداى تعالى په دغه وينا كې ښځې د نارينه و په څېر د پالندوينې، ولايت او سمونپال مديريت ستر مسووليت درلودونكې دي، نو ځكه پر ښيون _ هدايت، پر نېكو امر او له بديو منع او د نادودو پر له منځه وړو لگیا كېږي. په اسلام كې د ((معروف)) او ((منكر)) د پراخ مفهوم په پامنيوي، د ښځو د ټولنيزو فعاليتونو پراخوالى څرګنديږي له همدې امله نارينه، چې په ټولو ډګرونو كې فعاليتونه کولای شي، ښځې يې هم کولای شي او دا چې سياسي او حكومتي مسايل د ټولنيزو مسايلو په سر كې دي نو ښځې بايد د نارينه و په څېر پكې ونډه ولري.
له همدې مخې، وينو، چې په صدر اسلام كې، ښځو په سياسي مسايلو كې برخه درلوده او د حكومت په ډګر كې يې څرګند شتون او حضور دلود. پيغمبر اكرم (ص) د قرآن كريم د دستور له مخې، له ښځو سره بيعت كاوه او د اصولو او معيارونو په سر يې تړون ورسره كاوه او په دې توګه يې د اسلامي ټولنې دا برخه له خپلو سياسي ټولنيزو مسووليتونو سره آشنا كوله.
ښځې د اسلام له نظره پر كور دننه يا بهر كار کولای شي او د خپل كار د محصول خاونده كېداى شي. ميراث وړاى او ميراث پرېښووالى شي او په هر ډول رغنده وټيزو هڅو لاس پورې كولاى شي. پانګونه کولای شي، كرنيز تاسيسات او كارخانې جوړولاى شي. دا ټولې مسئلې په اسلامي فقه كې او څار شوي دي.