عقرب 17, 1401 11:54 Asia/Kabul
  • په مبارک اسلام کې ښځې او نر دواړو ته ښوونه او روزنه غوره عمل دی.

داچې انسان بايد له نورو څه زده کړي، دا دومره روښانه ده چې فکر نه کوم په اړه يې خبرې وکړو. بايد د اسلامي پوهې او ښوونو د بريدونو په اړه خبرې وکړو چې اسلام کوم علم غواړي .

 د قران کریم دغه آیت ته  فکر وکړئ! ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ=ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو برابر دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي)

مشهوره کيسه ده،چې رسول الله (ص) جومات ته راننووت او يوې ډلې عبادت کاوه او بلې زده کړه او رازده کړه نو و يې ويل : (( کلا هما على خير و لکن بالتعليم ارسلت= دواړه ښـې چارې دي خو زه تعليم ته رالېږل شوى يم)) او بيا پخپله د تعليم او تعلم په ډله کې کېناست.

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ  (د خداى) چې چا ته خوښه شي ( او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان پند اخلي . ))

روښانه ده،چې اسلام په ټوليزه توګه زده کړې او رازده کړې ته رابللي يو او موخه يې يوزاې داده،چې اسلامي امت بايد عالم وي.

نبوي حديث دى :((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) چې دلته ((مسلم)) د ((مسلمه)) پر وړاندې نه دى او دواړه رانغاړي .

په علماوو کې يوه خبره ده چې هغه کوم علم دى،چې فريضه ده؟ فقهاء وايي : مطلب يې د فقهې علم دى،چې د عمل سريزه ده . د اخلاقو علماء وايي : د اخلاقو علم ترې غوره دى او د تفسير علماء وايي : د تفسير او کتاب الله علم تر ټولو غوره دى .

دا خبره يوازې په لمانځه او روژې پورې ځانګړې نه ده؛ په اسلامي دندو کې که هره دنده علم ته اړتيا ولري نو د “واجب نفسي تهيوي” په نامه هماغه علم پرې فرضېږي؛ يعنې هغه فرض چې موږ بل فرض ته چمتو کوي؛ يعنې هغه فرض يو ډول “سريزي فرض” دى.

موږ بايد له قرآنه يو لړ احکام زده کړو؛ نو څرګنده ده چې د قرآن او تفسير زده کړه ورته فرض ده.

پر عيني فرضو سربېره کفايي فرض هم لرو؛ يعنې هغه فرضونه چې د کار د وېش پر بنسټ وشي؛لکه د ډاکټر (طبيب) شتون په کار دى نو طبي زده کړې کفايي فرض دي او څوک هم بې علمه ډاکټرکېداى نشي نو بايد علم يې زده کړي.

اسلام وايي: ډاکټر په کار دى نو څرګنده ده چې سريزه يې هم بايد چمتو شي نو داده چې طبي زده کړې کفايي فرض دي.

بريدونه يې څه دي؟ ټاکلى بريد نه لري. په هر وخت کې،چې څومره شونې وي نو هومره په کار دى.په يو وخت کې خلکو ته په کار وو،چې د “ابو علي سينا بلخي” د “قانون” کتاب ولولي خو نن ترې غوره راغلي،چې بايد وويل شي.

بله بېلګه يې سوداګري ده. آيا د اسلام په وټيز غونډال کې د داسې منځکړې ډلې شتون تائيد او تثبيت شوى،چې مواد له توليده تر مصرفه ورسوي؟ که تائيد شوې وي نو د سوداګرۍ د علم زده کړه هم فرض ده.

 

تگ