عقرب 17, 1401 11:33 Asia/Kabul
  • يوه زده کړې ښځه کولای شي چې ټولنې ته سالمه او ګټوره کورنۍ وړاندې کړي.

مبارک اسلام زده كړې ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړی دی او په نر اوښځه دواړو يې فرض ګرځولی دی ځکه چې زده كړه او تعليم کول د دين او دنيا د برياليتوب يواځينۍ لاره ده .

 

مبارک اسلام وګړي د ناپوهئ له تورو تيارو څخه د علم او معرفت روښنايۍ ته را وبلل. لومړنیو او وروستنيو علماو ليک او لوست ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی .کله چې الله ﷻ خپل محبوب حضرت محمد مصطفی (ص) په رسالت مبعوث کړ نو ترهرڅه وړومبې يې ورته په لوستلو امر وکړ او د علم لوی عظمت يې ورته ورڅرګند کړ لکه چې فرمايي : اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ يعنې : (( ولوله د خپل رب په نوم سره چې د ټولو پېدا کوونکی دی، پېدا کړی يې دی انسان له ټوټې د وينې څخه ، ولوله ،ستارب لوی کريم دی چاچې علم وښود په قلم سره او ویې ښود انسان ته هغه څه چې دې پرې نۀ پوهېدۀ .)) (العلق ١- ٥ ايتونه)

د الله ﷻ له دې وېنا څخه د علم اوقلم مقام او عظمت ښه څرګندېږي چې د وړومبۍ وحى او د خپل کلام پېل يې پرې وکړ بل ځای کې فرمائي : ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ يعنې : ((قسم دی په قلم او څه چې ليکي )) (القلم ١ ايت) ټول مفسرين په دغه اړه په یوه خوله دي چې الله ﷻ په هغه څه سره سوګند يادوي چې په هغه کې لويه ګټه وي او هغه ارزښتمن وي .الله ﷻ خپلو بندګانو ته لارښوونه کوي چې له الله ﷻ څخه په علم او پوهه کې د زياتوالي دعا وغواړي لکه چې فرمائي: وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا  يعنې : (( ووايه ای ربه زما! زيات کړه علم زما)) (طه ١١٤ ايت)

زدكړه انسان له نورو حيواناتو څخه پورته او اشرف ګرځوي نو لکه څنګه چې روښانه ده چې د دين احکام نارينه او ښځينه دواړو ډلو ته شامل دي ، او اسلام ټولو ته يوشان راغلی دی ،ټول انسانيت يې مخاطب دی نو بيا هېڅ داسې معقول دليل نشته چې په سبب يې ښځه له زده كړې څخه محرومه وګرځول شي ، رسول الله (ص) فرمائي : ( د علم لټون په هر نر او ښځې دواړو باندې فرض دی )

اوس خودعلم ډګر هم ډېرپراخ شوی او اړتيا هم ډېره شوې ده او دا هم ډېره اړينه ده چې ښځې د علم په ګاڼه هم وپسوللې شي او د فحشا او د بې بندوبارۍ مخه هم ونيول شي نو د دې موخې ترلاسه كول د ښځو له زده كړې پرته ناشوني دي.

ددې له پاره چې یوه کورنۍ او ماشومان ښه روزنه ومومي نو بایده دي چې ښځينه هم د زده کړو په ګاڼه سنبال اوسي. 

 

تگ