يوه ښځينه او زړه وره شاعره (#صفیه صدیقي) دلته وپېژنئ!
له تېرو دوو لسيزو راپدېخوا زموږ پښتنو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د ښځينه احساساتو او عواطفو رانغښتلو ته ډېره توجه کړې ده. تر دې وړاندې زموږ شاعرانو په ټولنه کې د مسلطو دودونو له کبله نه شو کولای چې د خپلو احساساتوانځورونه وکړي.
په شپېتمو کلونو کې تر يو بريده دغې ځانګړنې ته پاملرنه وشوه چې په فرهنګي کړيو کې له خورا زيات هرکلي سره مخ شوه. که د پنځوسمو او شپېتمو کلونو په اوږدو کې پښتو شعري بهير او په تېره د ښځينه شاعرانو شعرونو ته يو ځغلنده نظر وکړو؛ که چېرته له شعرونو سره د شاعرانو نومونه نه وای ليکل شوي، دا فيصله ګرانه برېښېده، چې دغه شعرونه دې د يوې ښځې شاعرې وي. ځکه په هغو شعرونو کې زموږ شاعرانو د نارينه وو شاعرانو احساسات رانغاړلي دي. په هغه ډله شاعرانو کې چې تر نورو لږ په جدي ډول دغې ځانګړې ته توجه کړې ده، درې نومونه د ډېرې يادونې وړ دي: کبرا مظهري، پروين ملال او صفيه صديقي.
صفيې صديقي؛ که څه هم د پنځوسمو کلونو په وروستيو کې شاعري پيل کړې ده خو د شپېتمو کلونو په نيمايي کې د هغې شعرونو ګل وکړ او په فرهنګي کړيو کې د يوې ښې شاعرې په توګه وپېژندل شوه.
صفيه صديقي زموږ د پېر هغه شاعره ده چې پخپلو شعرونو کې د نورو شعري ښکلاوو ترڅنګ د ښځينه احساساتو ښه انځورونه کوي او په خپل پېرکې د ښځو شاعرانو ترمنځ خپل ځانګړی ځای او مقام لري.
صفيه صديقي؛ د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور په ۱۳۴۲ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظر آباد کلي په يوې روڼ آندې کورنۍ کې زېږېدلې ده.
صفيه په ۱۳۶۲ لمريز کې تر خصوصي زده کړو وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولګي کې شامله او په ۱۳۶۴ لمريز کې د کابل پوهنتون په حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې په زده کړو بوخته شوه. دا چې له ادبياتو سره يې ډېره مينه درلوده د مهاجرت په دوران کې يې له پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانګه کې ماستري واخيسته.
صفيه له ۱۳۵۸ لمريز نه راهيسې شعرونه وايي او تراوسه يې د شعرونو درې ټولګې د ((لوپټه، نالوستی کتاب او سپېنې خبرې)) په نومونو چاپ شوې دي. لوپټه يې چې د شعرونو لومړۍ ټولګه ده په ۱۳۶۷ لمريزکال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوې ده. نالوستی کتاب يې د پردېسۍ پر مهال په ۱۳۷۵ لمريز کې د لوستوالو شعري تنده خړوب کړه او د سپېنې خبرې ټولګه يې همدا سږکال چاپ شوې ده، چې انګليسي ترجمه يې هم ورسره مله ده.
صفيه صديقی په پښتو او دري سربېره په انګريزې او اردو هم پوهېږي خو شاعري او ليکوالي يې زياتره په خپله پښتو ژبه ده.
پر يوې ښې شاعرې سربېره، صفيه يوه ښه ليکواله هم ده، يو شمېر لنډې کيسې يې ليکلې او د ټوکو ټکالو يوه ټولګه يې هم راټوله کړې ده.
د صفيې شعرونه؛ ساده، روان او د ګڼو ښکلاوو، رنګارنګيو او ځانګړنو لرونکي دي، چې تر ټولو غوره ځانګړنه يې د ښځينه احساساتو او عواطفو رانغښتنه ده. په کوم وخت کې چې صفيې شاعري پيل کړې، په هغه وخت کې زموږ ښځينه شاعرانو دغې ځانګړنې ته ډېره توجه نه کوله.
دا هغه کلونه وو، چې پر شعرونو د شعارونو سيوری خور و. هغه وخت د شعاري شعرونو بازار تود و او چا شعري ځانګړنو ته دومره ډېره پاملرنه نه کوله، خو صفيې له پيله هڅه کوله، چې شعر يې له شعري ښکلاوو برخمن وي. لوپټه، چې د صفيې لومړنۍ شعري ټولګه ده او د شعاري شاعرۍ د ختمېدو په وروستيو کلونو کې چاپ شوه، زموږ د دغې خبرې ښه ثبوت دی. په دغه ټولګه کې، موږ له يوې داسې شاعرې سره مخ يو، چې د ويلو لپاره يو څه لري او دغه څه يې په ښکلو کلماتو کې رانغښتي دي.
استاد محمد صديق پسرلی د صفيې په شعر کې د ښځينه احساساتو شتون، د کاميابې شاعرۍ نښه په ګوته کوي، استاد وايي: (( د صفيې په شعرونو کې اکثره بې له دې، چې ووايو دا د کومې ښځې له خوا ويل شوي دي، لوستونکي پوهېږي، چې دا به حتما يوې ښځې ويلي وي. د دې په وروستي کتاب کې، چې په دې وروستيو کې يې خپور کړی دی، دا په هغه کې په څرګنده توګه خپل ځان يوه ښځه ښيي او د ښځو احساسات په کې شته. د دې په پخوانيو شعرونو کې هم دا معلومېده، چې دا شعرونه يوې ښځې ويلي دي، زما په نظر دا د صفيې يوه کاميابي ده.))
په پښتو شاعرۍ کې د يوې ښځې شاعرې له خوا په شعر کې د ښځينه احساس ځايول ځکه ډېر مطرح کېږي، چې له پرون نه تر ننه پورې، چې کومې ښځينه شاعرانې تېرې شوې دي، چا هم دا هڅه نه ده کړې، چې خپل احساسات په هغه رښتني بڼه په شعر کې ځای کړي.
ځينې ادبپوهان د دغه کار لامل د ښځو تر مخه پرتې عنعنوي او کلتوري ستونزې ګڼي. پخپله صفيه هم په همدې باور ده او وايي: (( مينه هماغه مينه ده، چې ښځه يې هم کوي نارينه يې هم کوي؛ محبت هماغه محبت دی، چې د هر چا زړه کې پروت دی، کرکه هماغه کرکه ده، چې د هر چا زړه کې پرته ده، د ښځې او نارينه په منځ کې فرق نه شته خو منتها هغه څه، چې ښځې دې ته اړ باسي، چې خپل احساسات په څرګند ډول بيان نه کړي، هغه کلتوري او فرهنګي محدوديتونه دي، چې ښځې له هغه نه بهر ګام نه شي اېښودلای. فرضا که يوه پېغله يو عاشقانه شعر ووايي، ټولو ته دا پوښتنه پيدا کېږي، چې دا به په چا مينه وي. د همدې محدوديتونو له کبله ښځې مجبورې دي، چې ځينې شيان پټ وساتي او د څرګندولو زړه يې ونه کړي. ښځې وېرېږي که چېرته خپل احساسات څرګند کړي نو ورور به يې ورته څه وايي، پلار به يې ورته څه وايي، ټولنه به يې څه وايي؟ په ډېر تاسف سره، چې دا هغه محدوديتونه دي، چې ښځې په لفافه کې غږيږي او يا کوښښ کوي په دغه برخه کې د نارينه وو په پل قدم کېږدي څو ټولنه يې ګرمه ونه بولي.)
د شعر نمونه:
ارمان
زما د زړه په هديره کې ښخه
له جرړو وچه مينه
لکه زلموټی شهيد
او ځوانه کونډه ناوې
او يوه وراره او بې وروه پېغله
او يوه بوره وراره
او يو بوډا او ويرځپلی بابا
او لکه په ژمي سپيدا، چې لوڅ لغړ وي او تودوخه غواړي
له تا ګيلې لري او ډېرې ګيلې