عقرب 16, 1401 12:29 Asia/Kabul
  • پروین لاهوتي سرودګره پښتنه شاعره وپېژنئ!

د پروین ټوله شاعري د درد بشپړ اظهار دی، چې د ښکلو الفاظو او توریو جنتي جامې یې اغوستي دي.

هغه شاعره چې د پښتو ادب تاریخ به یې هیڅکله هېره نه کړي، ما یې چې کلونه کلونه پخوا دا شعر:

کنعاني مينې کچکول په لاس کې راکړ     زلېخا شومه د مصـر په کـوڅـو کې

اورېدلی، اوس مې هم په غوږ کې د خپل ټول جمالي جلال سره په سندریزو ازانګو دی.

د کنعاني مینې کچکول په لاس دا ځار ځپلې زلېخا د مصر په کوڅو کې د خپل خیال، رومان او تصور سره ګرځي.

د دردمن زړه دا لطیف هنر چې څوک لولي، ګام پر ګام د احساس او جذبې شدت د انفلاق وېره ورکوي، خو دا هنر او فندی، دلته د جمال د شدت ظهور، جلال وي.

د پروین ټوله شاعري د درد بشپړ اظهار دی، چې د ښکلو الفاظو او توریو جنتي جامې یې اغوستي دي. علامه اقبال وایي: د روح اصلي کیفیت غم دی او حمزه بابا خو وایي، چې په نړۍ کې خوشحالي بېخي نشته، کله چې غم لږ کم شي، موږ ورته خوښي وایوو.

د قدرمنې شاعرې زړه د دې پخپلې اصطلاح د مینې او مېنې درد ځپلی، هغه د خپل زړه معبد ته ننوتی او داسې هنري تزکیه یې موندلې، چې د مولانا غوندې هر څه ورته شمس او د مجنون غوندې ځان ورته “” مطلوب”” ښکاري.

شعر، تصوف او فلسفه د تخیل پر وزرونو تر ډېره د یوې لارې ملګري وي. عظیم الشان قران هم وایي، چې خدای ج دومره یاد کړه، چې یقین دې راشي. “” تصور شیخ”” په عرفاني طریقو کې یو اصل دی او په دې د یوه سالک “” برزخ “” جوړېږي او له خپل مرشده پرې الهامي واردات ورېږي. حمزه بابا رح وایي:

اوس په خاورو بادولو کې هم خوند دی     که هر څو دې تصور راته یو ګام شو

د اغلې پروین ګرده شاعري په تصور او تخیل هنري او تصویري ده، هغې خپل لوړ خیال او ژور فکر روح ته رسولی، روح غیر مادي دی او د غیر مادي شیانو لپاره د زمان او مکان قید نه وي. نو ځکه به یې  زماني او جغرافیایي حدود مخه و نه نیولی شي.

تگ