نازو انا څوک وه؟
نازو انا د ملي مشر میرویس خان مور وه، چې په ١٠٦١ لېږديزسپوږمیز کال کې تازي رباط ته نږدې وزېږېده. پلار يې سلطان ملخی توخی نومېده چې له غزني تر جگلدکه د پښتنو مشر و. نازو انا نه دا چې یوه ټولنیزه هوښیاره ښځه وه، بلکې یوه ادیبه او شاعره او د میرویس نيكه په څېر باتورانو روزونکې هم ده. د پښتو ادب سره يې ډېره مينه درلوده.
شاوخوا درې سوه کاله پخوا د کلات او کندهار په منځ کې يوه لوړه او باشکوه کلا ليدله کېدله، چې د تازي درباط سویل ته د سلطان ملخي توخي له خوا، چې د پښتنو مشرؤ جوړه شوې وه. ددغې کلا څښتن ته له غزنی څخه تر جگدلکه پورې ټولو قومونو د منلو سر ټيټ کړی و. او يوه خپلواکه حکمراني یې درلودله. نازو انا د پښتنو ددغه ملي مشر سلطان ملخي توخي په کور کې زېږېدلې وه. په پټه خزانه کې د نازو انا د زېږېدلو نېټه داسې کښل شوېده . (نازو د سلطان ملخي توخي لور وه او په ۱۰۶۱هجري کال په تازي نومي ځای کې وزېږېده).
د نازوانا په علمي روزنه کې ددې پلار ډېره پاملرنه درلوده . او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل. دا زده کړه تر هغه وخته روانه وه چې ددې پلار (سلطان ملخی توخی) يو غره ته نږدې په يو جنگ کې وفات شو.
کله چې د نازو انا پلار سلطان ملخی توخي په جگړه کې شهيد شو نو له همدې نېټې وروسته د کورنيو چارو اداره او د ولس مشرتوب ددې پر غاړه ولوېده. خصوصاً له هغه وخت څخه چې (حاجي عادل) د نازو انا ورور هم له دې نه جلا شو او د خپل پلار د کسات (انتقام) اخېستلو په هوډ جنگ ته ولاړو د کلي او کور ساتنه هم نازو انا ته پاتې شوه. او دې هم د يوه پښتون زلمي په څېر توره تر ملا کړه او له څو ننگياليو تربورو سره یې يو ځای خپل ټاټوبی د پرديو له هجومه وساته .
ادبي ژوند او د ځوی روزنه
نازو انا د پښتو ادبياتو يوه تکړه او نازک خياله شاعره او د لوړ مقام څښتنه مېرمن وه، چې ورته د انا لقب ورکړ شوی دی. او د پښتنو د ملي قاعد ميرويس نيکه مور ده. دغې مېرمنې نه يوازې دا چې افغاني ټولنې ته د ميرويس نيکه په شان غښتلی او مدبره زوی وروزلو (تربيه یې کړ) بلکې د خپل عصر يوه مېړنۍ ښځه هم وه چې په پوهه ، متانت او مېلمه پالنه کې یې لوی مقام لرلی. هو ! دا واقعيت دی چې ميرويس نيکه د خپلې پوهې او اديبې مور د پوره پاملرنې او عالي روزنې په پایله کې د قوم او ملت د مشر، د ملي او خپلواک دولت د بنسټ ايښودونکي، نيکه او د يوه مدبر سياستمدار او پوهاند لوړو پوړونو ته ورسېد. د هغه د شخصيت په ټاکلو کې یې خپله مورنۍ او هېوادنۍ وجيبه تر سره کړې ده. نازوانا د ميرويس په ذهن او افکارو کې له قوم او وطن سره مينه د عالي اخلاقو ، د پوهې او پوهنو د زده کړې روحيه وروزله.
لنډه دا چې نازو انا لا په کوچنيوالي کې له پښتنو مېرمنو او سپين روبو پوهانو څخه لوست کړی و او زړه وره ښځه وه چې نارينه ېې مېړانې، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو. سربېره پر زړورتيا، ورين تندي او عبادت هسې مېرمن وه چې په مناجات ېې ډېرې رشې (اشعار) ویل او يو ديوان ېې درلود چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ و. دغه دیوان یې په داسې ښکليو او ښو وييکو (الفاظو) سره ادا کړی او ويېلي و چې نارينه مشاعرو نشو ادا او ويېلی. له بده مرغه چې ددې د رشو (اشعارو)ديوان تر اوسه هم مورخينو او څېړونکو ته پلاس نه دی ورغلی. يوازې يوه رباعي یې پټې خزانې په خپلو پاڼو کې تر مونږه رارسولې ده. دا رباعي یې داسې ده.
ســحــرگـاه وه د نـرگـس لـېمـه لانــده څاڅکي څاخکي ېې له سترگو څڅېده
ماويل څه دي ښکليه گله ولې ژاړې؟ ده وېل ژوند مې دی يوه خوله خندېـده