زرغونه انا څوک وه؟
زرغونه انا د لوی احمدشاه بابا مـور او په خـټه الکـوزۍ وه. د خپل وخت یوه پوهـه او هوښیاره مېرمن وه ددې له پاره دا ویاړ بس و چـي نه یـوازې د احمدشاه بابا روزنه یـې په کوچني والي کې کـړي وه بلکي په لویوالي کې هم کله چـې احمدشاه بابا د یـوې لويې جرګي له خوا زموږ د هیواد د مشر په توګه وټاکل شـو، زرغونې انا د یوې هوښیارې مشاورې په توګه د هغه سـره مرستـه کوله.
کله چـي په 1174 هـ ق کال احمدشاه بابا د حکومت مشران راټول کړل ترڅو د کندهار نوی ښار جـوړ کړي او د دښمـن د احتمالې حمـلو د مخنیـوي لپاره لازمـې چارې وسنجـوي نو تر ډیرو خبرو اترو وروسته دا خبر ومنل شـوه چـي د ښارد دفاع لپاره بایـد له ښـاره اووه دیوالـونه او اووه خـندقونه راوګرځول شي ترڅو د ښار خلک د دښمن د حملـي څخه وژغورل شـي. کله چـي زرغونه انا له دې حاله خبره شـوه نو سمدستي یې احمدشاه بابا را وغوښت او ورته یې وویل:
زویه دا خبره ټینګه په غوږ کي ونیسـه چي افغانان هیڅکله د خاورو په دیوالونـو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي. په دې خندقونو او دیوالونـو به یوازي زه او ته وژغورل شـوهغه ستا نور وروڼه او خویندي چـي د دیوالـونو او خندقونو څخه دباندي پاتي دي، آیا هغه له تا څخـه ساتنـه نه غـواړي او نه هغه افغانان دي؟ بله دا چـي ته باید دومـره انتظار ونه باسـي چي دښمـن د ملک تر سرحدونو را تېـر شـي او ستا ښار ته را ورسیږي.هغه وه چـي د احمدشاه بابا له مغزو څخه دباندینـۍ مفکوره ووته او یوه معمـولي کلا یې جوړه کـړه.همداشان روایات دی چـي په 1174 هـ کال کي د احمدشاه بابا د ماتي ږغ په درواغو کندهار ته را ورسېد او داسـي اوازه شـوه چـي احمدشاه بابا د پانـي پـت په جګړه کې ماته خوړلې او لښکر یې پوپنا شـوی دی. څو دا خبره زرغوني انا ته ورسېده دغې مېرمني وویل: بری او ماتې د تقدیر په لاس کې دي مګر احمد ځان وژني او ماتې نه کوي.د زرغوني انا د زیږیدو او مړیني نيټـه نامعلومه ده خـو دومره ښکاریږي چي په 1174 هـ کال یعني د کندهار ښار د جوړیدو تر تاریخ وروسته د احمدشاه بابا په ژوند کې وفات شـوي. څرنګه چې احمدشاه بابا په 1186 هـ کال کې وفات شوی نو ددې مېرمنې وفات د ( 1174 او 1186 هـ ) کلونوتر منځ واقیع شـوی دی. که داسـي وګڼو چي زرغونه انا د احمدشاه بابا د زیږیدو پر مهال یعني په 1135 هـ کال کي شل کلنه وه او د 1180 هـ کال پر شاوخوا وفات شـوي ده نـو دې پایلـي ته رسیـږو چې ارواښـادې 60 یا 70 کاله ژوندکړی دی او قبر یې د کندهار د ارغنداب په کوهک کلي کي دی.
استاد عبدالرووف بېنوا په خپل کتاب (پښتني میرمني) کې د زرغونې انا په هکله داسـې لیکلي.: زرغونه انا د اعلیحضرت احمدشاه بابا مور وه، چي دغه پښتنه مېرمن ددې هسکو غرونو په لمنـو کې د پښتونوالي یوه ښـه مرکه بلله کیږي. زرغونې انا ددې پاکي خاورې د خدمت او لوړوالي لپاره یو داسي نابغه زوی لکه احمدشاه بابا پښتون ملت ته وړاندې کړاو لکه احمدشاه بابا چي د ،،بابا ،، لقب وړی دی هم دغه رنګه دې پښتني مېرمني د ،، انا ،، لقب ګټلی دی او تر اوسـه پورې یې په پښتنې دنیا کې نوم ژوندی دی.