عقرب 16, 1401 11:27 Asia/Kabul
  • د پښتنې شاعرې (زرغونه کاکړ) پیژندنه

زرغونه کاکړه، دپښتو شعرپه تاریخ کې لومړۍ ښځه ده چی مو‌ږ یې پیژنو اودشاعرانوپه ډله کې دریږي چی غالباَ به دنهمې هجري پیړۍ په دوه یمه نیمایي کې زېږېدلې وي.

که چېرې موږ د پښتنو شفاهي ادبیات ولولو نو ددغو شفاهي سندرو په جوړولو کې دښځو برخه د یادونې وړ ده او ډېرې زیاتې دغه ‎ډول شفاهې سندرې د پښتنو لیکوالو ښځو جوړې کړې دي. څنګه چې ددغو شفاهي سندرو ویونکي زیاتره نه دي معلوم نو په دې اساس موږ ددغسې هنري ذوق خاوندو ډېرو ښځو له نامه نه یو خبر خو لکه چې د پښتو د تحریري ادبیاتو مطالعه کوونو د نهمې هجري پیړ‌ۍ په اواخرو او د لسمې پیړۍ  په اوایلو کې موږ د ځینو پښتنو ښځو له نومونو سره مخامخ کیږو چې په پښتوژبه آثارترې پاتې دي دپښتوادب لومړۍ ادبي دوره کې ځای لري.

زرغونه کاکړه، دپښتو شعرپه تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چی مو‌ږ یې پیژنو اودشاعرانو په ډله کې دریږي چی غالباَ به دنهمې هجري پیړۍ په دوه یمه نیمایي کې زېږېدلې وي. دغه مېرمن دکندهار په پنجوایی کې اوسېدله. پلار یی ملادین محمدکاکړنومېده اودا خپله د سعدالله خان مېرمن وه. دخپل مهال مروج علوم يې زده کړل. دفصاحت احکام یې ولوستل اود فصحاوو آثار یې وويل.دغې مېرمنې په ۹۰۳هـ ق کال دسعدی (رح) بوستان په پښتو ترجمه کړی دی. دپټی خزاني  روایت دی چي دغې مېرمنې دبوستان پر ترجمې سربېره نور اشعار هم ویلي وو: د زرغوني دپښتو بوستان یو حکایت پټې خزانې راوړی دی. د ادب پوهانو په وینا دا ترجمه ډېره غښتلې ده او زرغونه دسعدي بوستان له ترجمي بریالۍ راوتلې ده. دپښتوادبیاتوپه لرغونې دوره کې دزرغونې  پښتو بوستان لومړني اخلاقی اثر دی او تر دغه اثره د مخه موږپه پښتوادبي آثارو کې دغسې داخلاقي مفاهیمولرونکي آثارنه لرو اوهغه داستاد حبیبی خبره که چېرې په پښتوادب کې د اخلاقي ویناوو خاوندان سره بېلوو نو زرغونه له خپل پښتو بوستان سره ددغې ډلې په سر کي دریږي. پر دې سربېره له پارسي ژبې پښتو ته دادبي آثارو د ترجمې تاریخ هم د زرغونه کاکړې له خوا د بوستان له همدې ترجمې څخه پیل کیږي. تر دغې ترجمې د مخه موږته بل داسې آثر نه دی معلوم چی له پارسي ژبې څخه دې په پښتو ترجمه شوی وي. زرغونه کاکړه سربېره پر دې چې د پښتو شاعره او مترجمه وه، ددې تر څنګ يې بل هنر هم درلود چې نوموړې ډېره ښه خطاطه هم وه. دپټې خزانې په روایت، زرغونې غزلیات او د اشعارو نوراقسام درلوده چي په فصحاوو کې مشهوره وه مګر متاسفانه له هغو څخه اوس کومه نمونه نه لرو.

تگ