عقرب 10, 1401 18:46 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ښځو د کرېکټ رسمي لوبډله په ۲۰۱۰م کال کې جوړه شوه.

لکه څنګه چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د کرېکټ اوږد تاریخ نه لري، نو له همدې امله دلته د ښځو کرېکټ ډېر وروسته پیل شوی او لا هم ډېر نه دی غوړېدلی.

لکه څنګه چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د کرېکټ اوږد تاریخ نه لري، نو له همدې امله دلته د ښځو کرېکټ ډېر وروسته پیل شوی او لا هم ډېر نه دی غوړېدلی.

په افغانستان کې د ښځو د کرېکټ رسمي لوبډله په ۲۰۱۰م کال کې جوړه شوه.د ښځو د کرېکټ لوبډلي لرل، د کرکټ نړیوالي شورا د دوه یمې درجې د غړیتوب (اسوشیټ ممبرشپ) د تر لاسه کولو او د اسیا د کرېکټ شورا د غړیتوب یو مهم شرط و، نو ځکه افغانستان باید د ښځود کرېکټ لوبډله جوړه کړې وای.

افغانستان په کرکټ کي د انګلینډ، هند، اسټرالیا او نورو هېوادونو په شان اوږد تاریخ نه لري او نه هم کرېکټ په دغه هېواد کي هغسي بنسټي شوی، چي خلک دې د خپلو زامنو ترڅنګ پر لوڼو هم دا لوبه وکړي.  کله چي په ۲۰۱۰م کال کې افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله جوړه کړه، دیانا بارکزۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ لومړنۍ لوبډلمشره او په افغانستان کي د ښځو د کرکټ بنسټګره وه.

دیانا په پاکستان کي وخت تېر کړی دی، هلته یې کرېکټ لیدلی او زده کړی و. دکرېکټ بورډ په مشورې او لارښووني، هغې د کابل په لسګونو ښوونځیو کي د کرېکټ د روزني ځیني پروګرامونه پیل کړي وو او دومره نجونې يې موندلي وې چې د کرېکټ یوه لوبډله دي ځیني جوړه شي. دا لوبغاړې مسلکي او تکړه نه وې؛ خو کرېکټ یې کولو.

دغه کار په اصل کې د کرېکټ د نړیوالې شورا او د کرکټ د اسیایي شورا د شرط د پوره کولو لپاره تر ډېره سمبولیک کار و. په لومړیو کې په کابل کي د ښځو د کرېکټ لوبډلې اکاډمي او روزونکي نه درلودل.په هغه وخت کې به د افغانستان د کرکټ نارینه لوبډلې ځینو لوبغاړو د دغو نجونو سره د کرېکټ په زده کولو کي مرسته کوله.

هغه مهال په کابل، هرات، کندوز او مزارکې د نجونو په ښوونځیو کې د کرېکټ ځیني لنډ روزنیز پروګرامونه جوړ شوي وو، چي نژدې ۴۰۰ نجونو ته په کې د کرکټ لومړني معلومات ورکول شول.د یادوني وړ ده، چي د بورډ تر څارنې لاندې دغه نجوني د ځینو موسسو له لوري په داسي حال کې وروزل شوې، چي روزونکي يې ورته د پاکستان څخه راوستلې وې.

که څه هم په دغه برخه کي د افغانستان کرېکټ بورډ پانګونه وکړه، خو په عمومي ډول د ښځو د کرېکټ سره نه یوازي د ټولني دلچسپي نه وه؛ بلکي د ډېرو خلکو په ځانګړي ډول د پښتنو په سیمو کي د ښځو کرېکټ د چا ډېر نه خوښېدو. ښایي د همدغه لامل پر اساس کرېکټ بورډ څنګه چي د هلکانو پر کرېکټ پانګونه وکړه، د ښځو پر کرکټ يې ونه کړه.

تگ