د پښتو ژبې پېژندل شوې لیکواله او شاعره زیتون بانو
زیتون بانو ته د ادبي خدمتونو له کبله د پاکستان حکومت د (تمغه امتیاز) په نامه جایزه هم ورکړې
زیتون بانو له کم عمرۍ د شعر لیکل پیل کړي وو او وروسته یې د نثر په برخه کې هم ډېر کار کړی او ګڼ شمېر لنډې کیسې، ناولونه او ډرامې یې لیکلې دي.
د پښتو ژبې ادیب او شاعر او د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر اباسین یوسفزي د زیتون بانو د لیکوالۍ په هکله وايي:
“زیتون بانو د پښتو کیسې ته نوی رنګ ورکړ، په ځانګړې توګه ټولنیزو مسایلو او ښځینه مسایلو کې زیتون بانو داسې څه ویلي، چې دا خبرې مخکې زموږ په کیسو کې نه لیدل کېږي، پر همدې بنسټ موږ ویلای شو چې زیتون بانو یوه انقلابي لیکواله ده”.
ښاغلی یوسفزی وايي، زیتون بانو داسې مهال لیکوالي پیل کړه، چې ښځینه لیکوالو ته په زغرده خپله خبره کول خورا ګران کار و او له همدې کبله نوموړې په ادبي کړیو کې ډېره ستایل شوې ده.
نوموړی زیاتوي: “زیتون بانو په خپل وخت کې د لارې ډېر اغزي په خپل پړوني کې ټول کړل او د پښتنو مېرمنو لپاره یې د ادب او رسنیو په برخه کې لار هواره کړه”.
د زيتون بانو دغه پښتو اثار چاپ شوي دي: هنداره - لنډې کيسې، مات بنګړی- لنډې کيسې، ژوندي غمونه - لنډې کيسې، خوبونو- لنډې کيسې، زما ډايري- لنډې کيسې، نېزه وړی- لنډې کيسې، د شګلو مزل- په ټولنيزه کچه د ښځو ستونزې او داسې ځينې نور کتابونه هم شامل دي.
نوموړې د پښتو تر څنګ په اردو ژبه هم ليکوالي کړې ده.
زیتون بانو ته د ادبي خدمتونو له کبله پاکستان حکومت د (تمغه امتیاز) په نامه جایزه هم ورکړې.
د پښتو ژبې مشهوره لیکواله، خبریاله او شاعره زیتون بانو د ۸۳ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله پېښور کې وفات شوه. زیتون بانو د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ په پېښور راډیو کې د پروډیوسرې په توګه هم دنده درلوده او څه موده ښوونکې هم پاتې شوې وه.