په ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ لوګر یوازې دوه متخصصې ډاکټرانې لري
د لوګر یوشمېر اوسېدونکې وايي چې په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو د کمښت له امله ښځینه ناروغانې له ګڼو سونزو سره مخ دي.
په لوګر کې یو شمېر مېرمنې وايي، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله په ولسوالیو کې ډېری ښځې د زېږون او نورو ناروغیو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دوی وايي: «موږ په ټول لوګر کې دوه ښځينه متخصصې ډاکټرانې لرو، هغه هم ۱۵ ورځې فعالیت کوي. په ازرې، خوښۍ او برهکي برک ولسوالیو کې هېڅ ښځينه متخصصې ډاکټرانې نهلرو او د دغه ولایت ښځینه ناروغانې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
دوی د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په لوګر کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو سونزو ته رسېدنه وکړي او په هره ولسوالي کې لږ تر لږه دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې په دنده وګوماري.
د لوګر د ولایتي روغتون رییس ډاکتر صدیقالله ستانکزي بیا رسنیو ته ویلي چې په ولایتي روغتون کې دوه ښځينه متخصصې ډاکترانې دنده کوي چې دغه روغتون ته هم بسنه نه کوي.
هغه زیاته کړې ، چې د ولسوالیو په روغتونونو کې هیڅ ښځینه متخصصه ډاکتره نه لري ځکه نو ډیری ناروغان ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.
نوموړي ویلي: «موږ د ښځينه ډاکترانو د تشکیلاتو برخه کې له ستونزو سره مخ یو. د ولایت په کچه دوه ښځینه متخصصې ډاکترانې دندې ترسره کوي، په میاشت کې هر یوه لس لس ورځې نوکریوالي کوي. موږ په میاشت کې لس ورځې د متخصصې ډاکټرې له نشتون سره مخامخ یو. ځینې ډاکتران زمونږ پوره وخت ۳۲ ساعته مسلسل دنده ترسره کوي.»
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم د ښځینه متخصصو ډاکترانو ستونزه تاییدوي، خو زیاتوي چې د اړوند وزارت د پالیسۍ له مخې یوازې ولایتي روغتون ته د ښځینه متخصصو ډاکترانو بستونه ورکړل شوي، خو دوی هڅه کوي په ولسوالیو کې هم د شته ستونزې د حل لپاره حل لاره ولټوي.
هغه زیاتوي: «عامې روغتیا وزارت د پالیسي له مخې د ولسوالیو او کلیو په کچه په روغتونونو او کلینکونو کې ښځينه متخصصې ډاکټرانې نشته، د ولایت په کچه په ولایتي روغتون کې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې لرو.»
د یادونې وړ ده چې د لوګر ترڅنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ښځینه متخصصو ډاکترانو نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېری وختونه د عامي روغتیا وزارت څخه په یاده برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.