عقرب 08, 1401 08:27 Asia/Kabul
  • افغان مېرمنې حمیرا رضايي بریتانیا کې د اسیا د بریالیو ښځو جایزه وګټله

د بشري حقونو یوې افغانې فعالې، حمیرا رضايي، په بریتانیا کې د ۲۰۲۲ کال د اسیا د بریالیو ښځو جایزه وګټله. دا جایزه د تیرو ۲۳ کلونو راهیسې د یوه برتانوي بنسټ لخوا د «آسیایي ښځو د لاسته راوړنې جایزه» تر نوم لاندې هغو اسیایي میرمنو ته ورکول کیږي چې په برتانوي ټولنه کې فعالې دي.

سږکال د شپږو ښځو ترمنځ حمیرا رضايي د ټولنیزو او بشري حقونو په برخه کې دا جایزه ګټلې ده.

اغلې رضايي رسنیو ته ویلي چې د هغې فعالیتونه د افغان ښځو په ملاتړ او د تاوتریخوالي پر وړاندې د هزاره ټولنې په دفاع متمرکز دي.

دغې افغانې میرمنې زياته کړې، چې د طالبانو په لومړي دور کې افغانستان کې وه او په ٢٠٠٦ کال کې بریتانيا ته لاړه. هغه اوس د بریتانیا تبعه ده.

تگ