په هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زدهکړو ته مخه کړې
د هرات کابو پینځه ویشتو تنو چې زیاتره یې ښځې او جینکۍ دی د ښه راتلونکی لپاره فنی حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده. هغوی، د غالیو اوبدل، ګلدوزی، لومړۍ روغتیایی مرستې اوځینې نورې زده کړې کوی.
دغه ښځې او جینکۍ وایی چې په کور کې ناستې هغوی سختې نهیلې کړې او هڅه کوی له کوره بهر په کار سره له خپلو کورنیو سره مرسته وکړی.
په دې کې اکثره جینکۍ او ښځې تعلیم یافته یا باسواده دی . هغوی زیاتوی چې دغه تعلیمی پروګرام د هغوی په زړه کې د هیلې شمع بله کړې ده.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو مشر میرزا محمد وایی چې کابو پینځه سوه تنه دلته کار کوی چې درې سوه یې ښځینه او دوه سوه یې نارینه دی.
په تیر یو کال کې په افغانستان کې د اقتصادی ستونزو له امله ډېرو جینکو او ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړې او په کور ناستې دی. د هغوی په بیکاره کیدو سره یې د کورنیو اقتصادی ستونزې څو چنده شوې دی.