ګلالۍ اسماعیل د بشري حقونو نړیواله جایزه وګټله
د بشر حقونو ۲۵ نړیوالو ادارو ویلي چې، د ښځو د حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ته د بشري حقونو نړیواله جایزه ورکوي
د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سږ ۲۰۲۱ کال بشري حقونو نړيواله جايزه به د ښځو حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړې ګلالۍ اسماعيل ته يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړي.
آغلې اسماعیل ته دا جايزه د راتلونکې جون میاشتې پر اوومه نېټه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکول کېږي. په دې مراسمو کې به د ملګرو ملتونو استازي، د بشر حقونو فعالين او له نړۍ د بيلابيلو هيوادونو خبريالان هم ګډون وکړي.
ګلالۍ اسماعيل د کوزې پښتونخوا د صوابۍ سيمې ده چې دوه کاله مخکې د پاکستاني ادارو له خوا د نوموړې د نيولو تر اعلان وروسته یې پښتونخوا پريښوده او امریکا ته لاړه.
د بشر حقونو نړيوالو ادارو په خبرپاڼه کې راغلي چې ګلالۍ اسماعل په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کړی او او په هغې د بې اساسه تورونو لګولو وروسته اړ شوې څو پاکستان پرېږدي.
د جينيوا سميت چې د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو څخه جوړه يوه ناسته ده هر کال د بشر حقونو تر تولو معتبره جايزه وتلو فعالانو ته ورکوي.
امریکا ته د ګلالۍ اسماعیل تر تګ وروسته د هغې پلار د ډېرې مودې لپاره د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا بندي و.
هغې تل پر خپل ځان د پاکستاني ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې د پلار زنداني کېدل يې يو بې رحمه عمل و.
پاکستاني چارواکو په نوموړې تور پورې کړی چې هغې د پاکستان حکومت پر وړاندې خلک وسله والو پاڅونونو ته هڅول، د پاکستان خلاف ترهګرو سره یې مالي مرسته کوله او دغه راز یې د د دې هېواد ضد تبلیغات کول.
ګلالۍ اسماعیل د پښتون ژغورنې يو له مخکښو غړو څخه شمېرل کېږي چې ډېر کله يې د دغه تحريک له فعاليت ملاتړ کړی او امريکا کې يې ددغه غورځنګ په ملاتړ په اکثرو مظاهرو کې برخه اخیستې ده.