د نړۍ ۲۷ هېوادونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” په نوم یوه خبرپانه خپره کړې او د سرپرست حکومته یې په کې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېزي. ګډوانولو په پرلپسې توګه پر مېرمنو د محدودیتونو لګولو ته ژوره اندېښنه ښوولې ده .
بریتانیا، قطر، امریکا، اسټرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، آیرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لاتویا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، شري لنکا، سویډن، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات او د سینټ وینسنټ او ګریناډین ټاپو له هغو ۲۷ هېوادونو دي چې دا خبرپاڼه یې لاسلیک کړې.په اعلاميه کې راغلي چې ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ د ممنوعیت پرېکړه د افغانستان د اکثريت خلکو هيلې او غوښتنې نه منعکسوي او افغانستان یې په نړۍ کې يوازينی هېواد بللی چې نجونې پکې له ثانوي زدکړو بې برخې دي.د افغانستان حکومت له چارواکو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” د دې خبرپاڼې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د نړۍ د دیني عالمانو د اتحاد غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستل حتمي وبلل.د هغه په خبره دا مهال په یو لړ مواردو لکه، نصاب، ترانسپورټ او ځینې نورو برخو کار روان دی، چې تر بشپړېدو وروسته به یې د نجونو پر وړاندې تر دولسم ټولګي ټول ښوونځي پرانستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې کله طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو له تلو منع کړی شوي دي.