میزان 30, 1401 19:05 Asia/Kabul
  • د کابل یو شمېر میرمنو له پوهنتونه د زده کړیالانو د ویستلو په غبرګون کې لاریون کړی

د کابل له پوهنتون او لیلیې څخه د هزاره ښځینه محصلینو له ایستلو او د لیلیې د ننه مسمومیت د ادعاوو په دوام؛ یو یوشمیر میرمنو د « زده کړه زمونږ سره کرښه ده» په شعار سره لاریون کړی.

د کابل له پوهنتون او لیلیې څخه د هزاره ښځینه محصلینو له ایستلواو د لیلیه د ننه مسمومیت د ادعاوو په دوام؛ یو یوشمیر میرمنو د « زده کړه زمونږ سره کرښه ده» په شعار سره لاریون کړی.

لاریون کوونکو مېرمنو  د کابل پوهنتون په دروازه کې راغوندې شوې وې او د محصلینو د ایستلو د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

دغه لاریون له پوهنتونه د ښځینه محصلینو د ایستلو په اعتراض کې جوړ شوی وو. په تېرو ورځو کې طالابنو ویلي وو، چې د مقرراتو له مخې  کولی شی په پوهنتون کې نظم راولی. پر دې اساس تر اوسه  تر پنځوسو زیاتې زده کړیالانې  له پوهنتونه ایستل شوې دی.

 د لیلیې او پوهنتون مسوولانو دغه کسان بلواګر ګڼلي او اخراج کړي یې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې  په کاج ښوونیز مرکز له حملې وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د پوهنتونو محصلینو لاریونونه وکړل چې کابل پوهنتون په لیلیه کې  یوه شپه مخکې محصلانې مسمومې شوې  دغه مسمومیت نجونې دوه شپې  له سیکې غورځولې وې  او هغوی لاریون ونه شوی کولای.

 د لوړو زده کړو او لیلیې چارواکو د نجونو  په لیله کې هر ډول مسمومیت رد کړ. داخلی رسنۍ ادعا لری چې دغه مسمومیت عمده وو.

 وروسته له دې چې دغه مساله په رسنیو کې خپره شوه د محصلانو د ویستلو لړۍ پیل شوه.