د نړۍ ۲۷ هېوادونو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي
د نړۍ ۲۷ هېوادونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر سرپرست حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي پرانيزي. دغه هېوادونه وايي چې د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ لپاره لوستو ښځو ته حیاتي اړتیا ده.
دا اعلاميه چې تېره شپه ناوخته خپره شوه، بريټانيې، قطر،امريکا، استراليا، بنګله ديش، بلجيم، کاناډا، چاد، فرانسې، جرمني، يونان، هنګري، اندونيزيا، ايرلنډ، ايټاليا، جاپان، لبنان، لاتويا، ناروې، پولنډ، سلوانيا، سريلانکا، سويډن، ترکيې، ترکمنستان، عربي اماراتو او دوو ټاپوګانو لاسليک کړې ده. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه د افغانانو د هيلو او غوښتنې خلاف دي.تر دې وړاندې هم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په بار بار له سرپرست حکومت څخه له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه کړې. د افغانستان سرپرست حکومت د نړيوالې د دې اعلاميې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. د سرپرست حکومت چارواکو په لومړيو کې د نجونو د زده کړو لپاره د ميکانيزم رامنځته کول، وروسته بيا له ديني عالمانو سره مشورې او په وروستيو مواردو کې بيا د نجونو له زده کړو سره د ولسونو حساسیت د ښوونځيو د نه پرانيستل کېدو دلايل ښوودلي دي.