په بدخشان کې یوې میرمنې په خپل شخصي لګښت یو عامه کتابتون جوړ کړی.
یوې میرمنې په بدخشان ولایت کې په خپل شخصي لګښت یو عامه کتابتون جوړ کړی دی. په داسې حال کې چې د فرهنګې فعالیتونو له کمرنګه کیدو اندیښنې په زیاتېدو دي،خو داسې ځوانان هم شته چې په دې برخه کې لا هم هڅې کوي.
ګیتي فرهمند چې په یوه روغتون کې روغتیاپاله ده او اوس یې د بدخشان په فیض اباد کې یو کتابتون جوړ او په دې ښار کې د افکارو د تبادلې او د لوستلو لپاره یوه ښه فضا رامنځته کړې ده.
میرمن فرهمند وایي چې له ډیر مهاله یې د هیوادوالو لپاره د لوستلو د زمینې د برابریدو هیله درلوده.
په ظاهره توګه د میرمن فرهمند دا ګام د دې لامل شوی چې یو شمیر ځوانان ان تر دې هغه ماشومان چې د کتاب لوستلو لپاره لیواله دي دې مرکز ته راشي.
رضا صدیقي یو له دې ځوانانو دی چې د مطالعې لپاره دلته راغلی او په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې د دې کتابوتون جوړښت یو ارزښتانکه ګام بولي.
له بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکي د دې کتابوتون جوړیدل د لوستلو د فرهنګ د ودې لپاره ډیر ګټور بولي او د دا شان فعالیتونو څخه د ملاتړ ژمنه هم ورکوي.
مخکې له دې یو شمیر فرهنګیان د هیوادولو په تیره بیا د ځوانانو ترمنځ د لوستلو د فرهنګ له کمرنګه کیدو اندیښنه ښودلې او د دې دود پر پیاوړتیا ټینګار کوي.