په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له یو شمېر افغان مېرمنو سره لیدلي
میزان 30, 1401 09:34 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له یو شمیر میرمنو سره لیدلي دي. یوناما په یوه تویټ کې ویلي چې په دې لدینه کې د ښځو او نجونو د مهمو موضوعاتو او د دوی لپاره د کار او زده کړو ته د لاسرسي د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار کړی دی. له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان پراختیایي برنامې مشر د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د ښځو پر رول ټينګار کړی دی.