اسد 05, 1402 10:54 Asia/Kabul
  • ښـــځــــــه د تاریــــــخ په اوږدو کې

لیک : مــحــــمـــد خان « غـورځنګ»

د اســلامی عــقـیـدی لـه مخــی ښځـه دی نــړی ته لـه لـومـړی سـړی وروسته راغــلی ده، خــو لا هــم بی تاریــخـه ده، د تاریــخ د نشتوالـی لـوی لامل یی دا دی، چــی ښځـه د ســړی ( نـــر) تـر تاو تریــخـوالی لانــدی پاتــی شــویــده، په ټــولنـیـزو چارو کــی برخه نده ورکـړل شـوی او د یــوه داسی ماشین په سترګه ورته کتل کـیــژی چــی یــواځـی ماشـومان وزیــژوی او بس هــمدا یی وظیفه ده او احساسات یی نشته.

د ځیــنـو علماوو په نــظر لــکـه مطهــری او نـور د ښــځـی پر حثیت د لومـړنـیـو نیوکـو لـــړۍ د آدم ع او بی بی حــوا لـه داستان ســره غــوټـه بــولی، اولیکی چـی خـلـکـو لــدی داستانه داسی انـګـیـرلی ، چـی شیطان لـومـړی حـوا وښـویـولـه او هغی وروسته آدم ع تیر ایسته یعنی کــلـه چـی شیطان د انسان د پرځـولــو هــڅـه کـوی ،

نـو وسیله یی ښــځــه وی اما مطهــری د قــران په استناد دا نظریه ردوی او وایی چـی په قرانکریــم کـی چـی د ادم او حـوا په داستان کی ضمایر استعمال شــویـدی ، پـر دواړو دلالت کـوی او لیکی داچی قــران ( لا تقربـا هـــذه الشجـره) وایی نــو مـوخـه یی داده ، چـی دواړو ته وویل شـول ، چی دی ونی ته مه نــږدی کــیــږۍ ، او یا که د ( فرسوس لهما الشیطان) خبــره کـوی ، نـو دواړو ته یــوځـای د شیطان د وســوسی اچـولـو کیسه کـوی د نــړی پـر مخ د لومـړنی جـګـړی موضوع هــم یـوه ښکلی او ښایسته نجــلـی وه او دا د ځیـنـو خـلـکـو لپاره بل دلیل دی چـی ښــځـــه د شر منبع او سر چینه بـولی مــګـر کـه د سـالـم فکـر او هـوښ څـخـه کار واخــلـو پــدی مسله کـی د ښــځـی ګناه څـه ده؟ دا خـو قابیل وه ، چـی پـر خـپلـه برخه یی قناعت نه درلـود ایا دا لــومـړنی جنــګ د ښــځـي له وجوده منــځــته راغـلی او کـه د قابیل له حـرصـه؟ ښــځــی په تاریــخ کـی احمقی ، کمــزوری ، ، د شیطان مـلــګــری او په سـلـو زرو نـورو نفرتـونـو کـکــړی ښـودل شـویـدی کــه مـوژ د تاریـخ په اوږدوکــی ښــځـــه ولــټــوه راته معلومه به شـی چـی ښــځـه لـه کـومـو ظلمـونـو را تیره شـویـده اوســړیـو ( نر) تل کــوښښ کــړی دی چـی د ښــځـی قــربانی او تاریــخی کـردار بټ کــړی او تل یی دا دول پریــکـړه کـړی چـی ښــځـه یا د کـور او یا د ګــور وبــولـی ،

په بــدو کی یی ورکــړی ویی پلـوری او ……. او د نــړی ګڼ قـومـونه د ښــځـی په اړه نــژدی او ورته دریــځ ، نـظریات او دودونه لــری حــتـی په پخـوانی استرالیا کـی ښــځـی هــم په بــدو کـی ورکـول کـیدی کــــه د سنوهــه کتاب ورقی واړوو او ویی لـولـو ډیـری داسی پیــښـی به ولـولـو چــی په جنګــونــوکـی نیول شـوی ښـــــځـی غنیمت او بی عزته کـیـدی او وینــځـی کــیــدی کــله به داسی هــم کــیـدل ،

چـی د ماتـی پر مهال به جنـګـیالـیـو ســره تللی ښــځــــــی له دی ویــری وژلـی ، چــی کـه بریالی لــښــکـر ته په لاس ورشـی نـه بی عفته به یی کـړی

لــه یــونانه تـر هــنــده ، ، لـه چینه تـر اروپا ، لـه عیسویته تــر یهودیته او لـه هـنــدویزمه ان تـر تصوفه د ښــځـی په اړه نــژدی او ورته نظریات مـونـدلی شــو اپـلاتـون یی لا د تفـکـر او تعقل سمبول دی ،

خـو وایی ، شــکـر چـی ازاد یــم مـریی نه یــم ، نــر یــم او ښــځـه نه یــم او بل متفکـر ارسطــو وایی چــی ښــځـه د نـر نیمګــړی بڼـه ده ســړی حـیـران شــی ، چـی لــدی بی ژبی مخلوقه د خپل خـدای ج ورکــړی جـوړښت له امـلـه ولی دومـره کـرکـه ؟ ښـایی نــر ونه غـواړی چـی په خــپل واک او سلطه کـی کـوم شـریک ولــری او ددی قـدرت ناپایـه تنــده وی چـی ښــځـه په هــر چل او ول چـی کـیــژی د کـور او ګــور تــر مـنــځ وساتل شـــی.

د اروپا په تیارو پــیـړیـو کـی کلیسا د ښــځــی کـړه وړه دومــره محـدود کـړل ، او راهبانـو به په خـپــلـو وعظونـو کـی د ارسطـو د بیولوژی په استناد ښــځـــه د نــر نیمــګـړی بڼـه بلله ، واده کـول یی د ایمان او تقـوا زیان بالـه ، ښــځـو ته یی په کلیسا کـی د داخلیـدو اجازه نه ورکـولــه او بلاخـره ښــځــه یــوازی او یــوازی د خـدای ج د خلقت ټـر ټـولـو ذلیلـه بـرخه ګـڼــلـه ، او داسی دود وه کــه ښــځـه هــلـک وزیـژوی نـو ښـه تــر ښــه او کـه نه نــو ښــځـی ته دی په درانه نـظــر ونه کـتل شــی په هــنـد کـی د ښــځــو د ستی کـیدا کـومه صحنه چـی ابن بطوطه انــځــــور کـړی د انسان ظمیر لــړزوی دی ښــځـو به ددی لپاره خـبل ځانونه ستی کـول ، چـی بی مـیړه پرته د دوی ژونــد بی معنی وه خــو زمـوژ په ټولنه کـی لاهــم پخپل لاس د ښــځــو د سیځـلـو پیښـی لا روانی دی.

او بــده خـولا داده چـی د ښــځــو په اړه ځـیــنـی پـخــوانی تاریـخـی تصورات لاهـم زمـوژ په جهل او جنـګ ځپلی ټـولنه کـی لا پخــپل قــوت سـره ژونـدی پاتی دی.

نــر د خپل عــزت ، تاج او تخت ساتلــو لپاره ښــځــه قــربانـی کــړی ده ، مـثــلآ بابــر چـی په سمر قــنـد کـی وه نـو د سر دښمن یی ( شیبانی خان) هــغـه ځـای محاصـره کــړ ، داچـی بابـر د بریا یا تښتی بلـه لار نه درلـوده ، نــو خپلـه خـور خانزاده بیګـم یی د واده لپاره شیبانی خان ته وسپارلــه او خـپـلـه له هغه ځایـه څــخـه وتښتید .

راچپوت حاکمانــو اکـبـر ته د واده لپاره خـپـلـی لــوڼـی وړانــدی کــړی چـی دوی د مغل ټبـر او امپراتـوری برخه وګــرځــی او امتیازات تر لاسه کــړی.

ددی ټـول پـړاو غــمــیــزه دا وه چـی ښــځــه به لـه قــربانی وروسته ورکه شــوه ، ونــډه به یی ختمـه شــوه او ددی د قــربانـی به بـدل کـی به نــرانـو مـزی او چــړچـی کــولـی او تاریـــخ هـــم د ښــځــو ددی قـربانـی په اړه غــلـی پاتـی شــویـدی ، چـی هــمـدی لطیف وجـوډ ( ښځـینـه ذات) قــربانیـو د څـومــرو جـګــړو مخــه نـیــولی ده او بشری ټــولنـو ته یی امن او سـولـه راوړی ده او خــلــکـو ته سـکـون او خـونــدیـتـوب ورکـړی دی لامل دادی چـی د ښــځـی قــربانی ، قــربانی نـده منل شــوی .

که منل شـوی وای نـو نـر به د ښــځـی احسان مانه لامل دادی چـی ښــځــه او د هــغـی قـربانی د تاریـخ لـه پاڼـو څـخـه ورک شــوی دی.تاریـــــخ کــی د ښــځــی یادونه هـغــه وخت هــم شــوی و چــی لــه جــګــړی وروسته به د غنیمت مال تــر لاسه کـیــده نــو ښــځــه به هــم ددی غنیمت بـرخـه وه او د ګاڼــو ، غـمـیــو او قالینـو په څـیـر ویشل کــیــدلــی او کـه په جــګــړه کــی له بــری او نـیـول کـیـدو وروسته به مینـځـی تــری جـوړی شــوی او مالک حق درلود چـی څــرنګه ګــټــه تـری واخــلــی ځان ته یی ساتی او کـه بل چاته یی ډالــی کــوی.

لــــه جــګــړی به چــی د بریا زیــری وړل کــیـده یــوه ډیـره ځــانــګــړی خــبــره به پکی دا وه چـی څـومـره ښــځـی نیـول شــویـدی ، ښایسته ښــځــی به چارواکـو او حاکمانـو اخیستـی او باتی به پــه فوځیانــو ویشل کـیـدلـی ، لـه وینـځـی کـیـدلـو څـخـه به وروسته دا ښــځـی لـه تاریــځ څــخـه ورکـی او د پاتی ژونــد یی یادونه هــم نه کـیــدلـه یعنی ښــځــی خپل وجـود نه درلـود یـواځـی د نـر عـزت وه او ښــځــی خـبل واک نه درلـو د یــواځـی د نر د عـزت قــربانـی وه.هســی هــم د جــګــړی پر وخت ښــځـه تــر هــر چـا ډیــره زوریـده .

خـو د جـــګـړی پر مهال د ماتی خــوړلــو قــومــونــه ښـــځـــــی بی عزته کـیـدلی په لــومړی او دوهــمـی نـړیـوالــو جـګـړو کـی دا ډول پیښـی ډیــری شــویـدی چـی په ټـولـه کــی ښــځـی قربانی کـیــدلـی.

کـــلــه چــی ښــځـی د شتمنـی حیثیت خـپل کــړ ، نــو هــر شتمن او حاکم به غــوښتل چـی به خـپلـی ماڼـی کــی ښایسته ښــځــی را غــونــډی کـړی او بله لا دا چـی کله به کـوم حــکمــران خـبر شــو چـی په کــوم بل هـیـواد کـی ښایسته ښــځـه ده ، نــو خــبـره به جــګــړی ته ورسیـده د بیلــګـی په تـوګـه د راجستان په ایالت کـی د یـوی ښایسته شهـزادګـی د تر لاسه کـولـو لپاره دوه راجګان جــګــړی ته چمتو شــویـوه ، د شهـزادګـی پلار ته مشاویرینـو مشـوره ورکـړه چـی جـګــړه د شــهـزادګـی پر ســر کــیــژی ، کـه شــهـزادګـی نه وی نـو جـګـړه نه کــیـژی ، د هـمـدی مشـوری له مخـی شــهـزادګـی ته زهـر ورکـړل شـول او ووژل شـوه او د خفګان خبـره خـو لا دا وه چـی یـوه شــهزاده هــم شـهـزاګـی پخپلـو سـتـرګـو نه وه لیـدلی یــواځـی د ښایست صفتونه یی اوریدلی وه چــی دا ښایست شــهزادګـی د مـر ګ بیغام شــو او د نارینه هــوس د ملامتیا پـر ځـای ښــځـه ملامته ګڼل کـیـده.

تاریــخ کـی ښــځـه د ملکــی او مـورپه تــوګـه هــم یاده شــویـده ، لـکـه په هــنــدوستان کـی سلطانه راضیه ، انګلستان کـی ملکه الیزابیت ، روسیه کـی کیهترین خـو هــمدی ښـځـی ته په تاریـخ کـی د مـور نوم هــم ورکړل شـویـدی خـو عـزت ځــکـه کـیـده چـی اتـلان او لـوی ســړی یی زیژولـی دی او بیا دا اتـلان او لــوی خلک تاریــخ کـی نـوم ګــټلی دی خـو د ښــځـی کار د هلک زیـژونی وروسته پای ته رســی او په راتلــونـکـی کـی یـوازی هـلک پیژندل شـوی.د ټـول تاریــخ په لـوســتـلـو کی داسی ښـکاری چـی ښــځــه خـبــلواکه نه ده

، بــلــکـی یــوازی یــو تــوکـی او یا شــی دی چـی د نـر غــوښتنی پـوره کـوی او پـدی تـوګـه تاریــخ د نـر ځـواکمنی ښـوودل شـویــده چــی د ښــځــی پرته تاریــخـی پـړاو پـر مـخ وړی او ښــځـی ته پـدی تاریـځـی پـړاو کـی د نـر تابع ، غــلامه او د نـر ټــولـو غـوښتنــو ته اړینه ښــودل شــویــده ښـځــینه ذات او شخصیت په پټــه ټــوګـه پـر خــپـل ځـای پاتی دی ، خــو لـه څــو طبقـو ښکته د نـر په جـوړو شـویــو ادارو ، روایاتـو او ارزښتنــو کـی ورک شــوی.

( ځانګــړی ذات) دی. هــمدا لامل دی ، چـی د تاریــخ په اوسنی چـوکاټ کـی د ښــځــی ونــډه او مقام نشته ، ځــکـه ورته دا تاریـخ کــومــه مانا هم نــلـری ، که هـغـه د خـپـلـو هــڅـو لپاره ماضــی خـواته مــخـه کــړی نـو د تاریــځ لـه پاڼـو څــخـه ورکـه او پــټــه ښـکاری او تاریــخ کـی ځـپل ځان نه ویـنـی هـــمـدا لامل دی چــی ښــځـه بایــد خـپل تاریــخ بیا لــه ســره جــوړکــړی، او نــر بایــد د تاریـخ اصـول ،

ظوابط ، نظریات اود دوی تشریح بدلـه کـړی د تاریــخ لــدی انبار څــخـه بایـــــد هغه خـپل هــغـه ورک شــوی ذات او شخصیت بیرته را وباسی چـی د نـر په لاس جـوړ شــوی دی.ښــځــــه بایــد په تاریـخ کـی خــپـلـه ونــډه څــرګــنـده کـــړی او هــغـه ټـول روایات او ارزښتونه لــه منــځـه یــوسی چـی د دوی مـخـه نیسـی . د ښــځـی تــر ټـولـو لــویـه کارنامه دا ده چـی ، تخلیق یا زیـژون کــوی ،

او هــمـدا زیـژون دی چــی کاینات یی ژونـدی ساتلی دی او هــمـدا زیـزون ( تخلیق ) د ښــځـی جــګــړه ګـڼـل کـیــژی او کـومه ښــځـه چـی پـدی جـګـړه کـی مـری د شهادت درجه ورکـول کـیـژی او ښــځـه بایــد د ټـــو لنی په هـر ډګـر( سیاست، حـکـومت ، تجارت ،ادب او شاعــری) کـی شتون او بـرخه ولـری .

کـه چــیــری ښــځـی ته په ټـولنـیـز ژونــد کـی فعاله ونــډه ورکـړل شــی نـو یــو وزری ټـولنه به په دوه وزری ټـولنه بـدله شی او د ټـولنـیـز پـرمخـتـګ راز هــم هــمـدا ذهـنی پرمخـتیا ده بایــــد په ټــولنه کـی د ښــځـی وجـود ، منـلـو ته تیار کــړو اوپه ټـولنه کــی د ښــځـی د مقام او اهمیت روښانـولـو لپاره د تاریـخ د لیکـلـو پـر وخت لانـــدی ټــکـی اړین او بایــد په پام کـی ونـیـول شــی:

• ښــځـــه د انسانی تهذیب او تمـدن په جـوړښت کـی بـرخه لــــری.• د هــر دور د سیاسی ، ټـولنـیـز او اقتصادی حالت په یادولـو او لیکلـو کـی دی د ښــځـی ونـډه روښانه شی. او تاریـخ بایـد یــو اړخیــزه نه وی .

• د ښــځـی ذات یــوازی او جــلا نــدی ، ښــځـه هرچیرته هر کور کی او هره ټولنه کی نیمه نـړۍ ده اود ټـولنی ســره ډیـری نژدی اړیکـی او ریښـی لــــری نــو د تاریــخ په جـوړښت کـی دی دواړه بـرخه ولــری.