سرطان 29, 1402 12:39 Asia/Kabul
  • کوټه کې رېکشا چلوونکې ښځه

"له واده وروسته مې چې لور وزېږېده، خسر مې پرې خوښ نه و. له ما یې وپوښتل چې ولې دې زوی نه دی زېږولی؟ زه ډېره حیرانه شوم، ځکه هغه کس راته دا خبره وکړه چې پخپله یې یوه نه بلکې پنځه لوڼې دي."

بي بي زهرا "لومړنۍ او یوازینۍ" ښځه ده، چې د بلوچستان مرکز کوټه کې رېکشا چلوي.

نوموړې وايي، د لور له زېږېدو وروسته یې حس کړه چې لور یې پر خسرانو یو پېټی دی.

"د دې پر ځای چې دلته په دوی بار شم خپلو خویندو ته راغلم، ما د خپلې لور د ملاتړ لپاره سخت کار پیل کړ."

بي‌ بي زهرا کوټه کې د نیچاري سیمې ده. کورنۍ یې ډېره بې وزله ده، د مالي ستونزو له امله یې کورنۍ په یوه زوړ او خټین کور کې اوسېږي.

هغې لس کاله مخکې په لاهور کې واده وکړ، خو د لور له زېږېدو وروسته اړه شوه، چې خپل مېړه پرېږدي او بېرته د پلار کور ته لاړه شي. ځکه چې د هغې په وینا "خسران یې د نجلۍ په زېږون خوښ نه وو."

"لومړې کار دردوونکی و"

زهرا مونږ ته د خپل کور مخې ته پرته هغه تخته راوښودله چې دا به هلته کېناسته او خوراکي توکي به یې پرې خرڅول، چې د خپل کور لګښت پوره کړي.

هغه وايي، په سخته یخنۍ او باران کې به هم په ساعتونو دې سر خلاصي ځای کې ناسته وه.

د هغې په ټکو:"ډېره سخته وه ځکه، چې په سختې یخنۍ او باران کې به مې د سر پړونی لوند خیشت شو، بیا به زه کور ته لاړم هغه به مې بدل کړ بل به مې پر سر کړ او بېرته به راغلم."

بیا یې هغه غرفه راوښودله، چې نهه کاله یې پکې خوراکي توکي پلورل. نه یوازې دا چې غرفه کې کېناستل ورته ستونزمن و، بلکه څلور پنځه ځله ترې غلا شوې وه او یو ځل یې د سوځولو هڅه هم شوې وه.

غرفې ستړې کړه وروسته یې موټر سایلکل چلول پیل کړل خپله لور به یې هم پرې ښوونځي ته بیوله.

زهرا وايي:"له موټر سایکل ډېر وخت نه و اوښتی چې رېکشا مې واخیسته چې له پخوا یې ډېره راحته کړم."

"ښځې راسره ځان خوندي احساسوي"

بي بي زهرا وايي ښځې او نارینه ټول یې په رېکشا کې تګ راتګ کوي.

"ښځې راسره ځانونه ډېرې خوندي احساسوي، ډېرې ښځې زما تر کوره راځي چې زه یې چېرته چې دوی غواړي بوځم."

دا وایې کله چې مې نارینه ګوري رېکشا چلوم حیرانیږي، چې په کوټه کې یوه ښځه رېکشا چلوي.

هغه په خپل کار کې ارامه ده او د خلکو له چلن هم راځي ده، وايي هېڅوک راسره بد چلن نه کوي او ټول یې د کار ستاینه کوي.

د نوموړې په ټکو:"د کوټې په ګډون بلوچستان کې نارینه خپلو ښځو ته بهر د کار کولو اجازه نه ورکوي او بیا دا ډول کار، خو زما ورونو نه یوازې زما مخه و نه نیوله بلکه زما ملاتړ یې وکړ چې کار وکړم."

"له رېکشا وروسته خدای موټر راکړ"

بي بي زهرا وايي، که انسان جرات وکړي لوی خنډونه له منځه ځي چې دا یې پخپله ښکاره بېلګه ده.

د خپلې رېکشې مخې ته یې سپین سوزکۍ موټر ته اشاره وکړه او ویې ویل:"له رېکشا وروسته خدای دا موټر راکړ."

نوموړې وویل چې د ښځو د حقونو یو بنسټ یې د سخت کار ویډیوګانې لیدلې وې نو ځکه یې دا موټر ورته ورکړی.

زهره خپل موټر ته ډېره خوشاله ده او اوس د رېکشا چلولو تر څنګ له خپل ورور د موټر چلول زده کوي.

هغه وايي د موټر چلول د رېکشا چلولو یا نورو کارونو پرتله لږه هڅه غواړي.

"لاسونه چې لرئ ولې نهیلې کېږئ"

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ژوند په دې سخت مزل کې کله هم نهیلې شوې یې، زهرا بي بي سي ته وویل:"کله چې دواړه لاسونه لرې او روغ هم یې نو نهیلي د څه لپاره؟"

نوموړې زیاتوي:"ما هم ماتې خوړلي، خو بېرته راپورته شوې یم. که دواړه لاسونه مو روغ وي نو د سوال کولو او بد کار ترسره کولو پرتله سخت کار کول غوره دي.

بي بي زهرا وايي‌ لویه هیله یې دا ده، چې پر خپلې لور زدکړې وکړي او ښه یې وروزي.