سرطان 27, 1402 12:26 Asia/Kabul
  • سودانۍ هنرمنه اسما حمزه څوک ده؟

د ګوګل لټونګر د سودانۍ (عُود) غږوونکې او سندرجوړوونکې اسما حمزه رسم شوی انځور لګولی او لمانځلې یې ده.

د ۱۹۹۷ کال په همدې ورځ (جولای ۱۷مه)، اسما په سودان کې د "سترې قدر شپې" سیالۍ کې د بریالیو کسانو په نوملړ کې راغله.

د هغې دا بریا په مسلکي ژوند کې د بدلون پیلامه وه، داسې چې په موسیقۍ کې اوڅارو موسیقي غږوونکو یې هم پر وړتیا اعتراف وکړ.

اسما حمزه څوک وه؟

اسما حمزه بشیر په ۱۹۳۶ کال د سودان حلفایه الملوک کې زیږېدلې، چې د پلار یوازېنۍ لور وه او د دې هم یوازې یوه لور پیدا شوه.

له کوچنیوالي راهیسې هغې له موسیقۍ سره مینه لرله او د سندرغاړې کېدو هیله یې لرله. خو د سندرو ویلو کې یې غړۍ سم کار نه ورکاوه، همدا وو چې سندرو کې یې شپېلی واهه.

کله یې چې پلار د موسیقۍ په اړه واورېدل، هغې ته یې د موسیقۍ (عود) اله واخیسته.

Image Caption

 

(عود) د موسیقۍ تاري اله ده چې ۱۲ او ۱۴ تارونه لري او تر ډېره په عربي، فارسي، کردي، یوناني، ترکي، اذري او د منځني ختیځ په نوره موسیقۍ کې غږول کېږي.

هغه مهال موسیقۍ کې د ښځو ځلېدو ته په ښه سترګه نه کتل کېدل؛ ځکه نو دوی په پټه موسیقۍ ثبتولو ته مخه کړه.

د هغې د عمر له ډېرېدو سره د موسیقۍ تجربه هم پخېدله، همدا وو چې سودان کې موسیقۍ ته له لومړنیو لیکوالو وګڼل شوه.

په ۱۹۴۶ کال رسما د عود لومړنۍ روزونکې شوه او د عود شهزادګۍ، د امّ کلثوم عاشقه او مینه واله ونومول شوه.

هغې د مصر له نورو هنرمنانو (د شرق ستورې ام کلثوم، محمد عبد الوهاب، عبد الحلیم حافظ او شادیه) سره هم مینه لرله. د سودان مشهور سندرغاړي بشیر عباس یې هم شاګردي کړې ده.

اسما حمزه ۹۰ ډوله موسیقي غږوله.

اسما د ۲۰۱۸ کال د مې پر ۲۱مه، د الحلفایا ښار کې خپل کور کې له اوږدې ناروغۍ وروسته له دې نړۍ ولاړه.