سرطان 22, 1402 20:04 Asia/Kabul
  • په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال

د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د درخانۍ په نوم دوه ورځنی کلتوري فیسټیوال جوړ شوی. په دې فیسټیوال کې پر سوات سربېره د نورو سیمو ډېرو مېرمنو هم ګډون کړی دی.

په دې فیسټیوال کې د مختلفو ډولونو ماډلونه نندارې ته وړاندې شوي، د ټنګټکور پروګرامونه هم شته.

د ځايي حکومت په همکارۍ مختلفو ډلو دا کلتوري مېله جوړه کړې ده.

په فیسټیوال کې د مېرمنو لپاره ډول ډول جامې، چې په هغو کې لاسي صنایع، سواتی شال او د خوراک څښاک څیزونو بېلګې هغه څه دي چې د ښځو پام یې ځان ته اړولی دی.

د فیسټیوال جوړوونکي وایي، موخه یې خلکو ته د کلتوري میراثونو پوهاوی ور کول او نړۍ ته د سولې پیغام رسول دي.

دې فیسټیوال ته یوې راغلې مېرمنې رسنیو ته وویل: " کلتوري جشن د سولې او زغم غوره بېلګه ده، موږ تل سوله پال او د کلتوري میراث ساتونکي یو، خو له بده مرغه له څه مهال راهیسې د ترهګرۍ له امله د بد امنۍ په منګولو کې ګیر یو ".

په سوات کې د ښځو شورا سلاکارې او کلتوري کمېټې مشرې نسیم اختر د دې فیسټیوال پرانیسته وکړه.

هغې رسنیو ته وویل: "دا په خپل ډول کې لومړنی فیسټیوال دی چې په سوات کې د مېرمنو لپاره جوړېږي. په ټپریو( غرفو) کې پلورونکې او پېرونکې ټولې ښځې دي. په دې جشن کې د پاکستان د نورو ایالتونو ښځو هم ټپرۍ لګولې دي".

د هغې په خبره، د فیسټیوال جوړولو موخه نړۍ ته دا پیغام رسول دي چې سوات په امن سیمه ده او اوسېدونکي یې له سولې سره مینه لري.

دا دوه ورځنۍ کلتوري مېله به د نومبر تر ۲۷ روانه وي، لومړۍ ورځ یې مېرمنو ته ځانګړې شوې وه، دویمه ورځ یې کورنیو ته بېله شوې ده. په دې جشن کې دودیز اتڼ هم کېږي او ځايي موسیقي هم په پام کې نیول شوې ده.