جوزا 24, 1402 17:57 Asia/Kabul
  •  اویا کلنې سعودۍ مېرمنې دا ثابته کړه چې دا ممکنه ده ترڅو هیلې ریښتیا شي

يوې سعودي ښځې په ۷۰ کلنۍ کې د فراغت سند په ترلاسه کولو سره دا ثابته کړه چې ارمانونه هيڅکله نه مري، د هغو د پوره کولو لپاره يوازې ستر جرئت او رښتينې سرښندنې ته اړتيا ده.

سلوی الاماني چې یوه بې وزله ښځه ده، وايي چې له ۴۶ کلونو وروسته یې بیا د زده کړو دغه بهیر پیل کړ او بریا یې ترلاسه کړه.د مېرمنې په وينا، په کم عمر کې يې دا خوب پوره نه کړی شو، ځکه چې واده يې وکړ او د کورنيو مسووليتونو له امله يې پرېښود ته اړ شوه. دې ٤٦ کاله مخکې د لوړو ثانوي زده کړو ازموينه پاس کړې وه.

زده کړې ته لېوالتيا دې ته وهڅوله چې يو ځل بيا د خپل عمر سره سره د ښوونې او روزنې ډګر ته ولاړه شي او د امام عبدالرحمن بن فيصل پوهنتون څخه يې د BA سند ترلاسه کړي.

سلوا له العربیه سره په ځانګړې مرکه کې د ښوونې او روزنې ډګر ته د راستنیدو لامل او په دې برخه کې شته ننګونې بیان کړې.

په 17 کلنۍ کې، هغه د عالي لیسې څخه فارغه شوه او د لیسانس درجې لپاره پوهنتون ته داخله شوه. هغه مهال چې يې د کيميا مضمون غوره کړ، د واده او د ژوند په نورو چارو کې د بوختيا له امله يې خپل هدف ته نه شوه رسېدلې، خو د زده کړې د بشپړولو لېوالتيا يې په زړه کې پاتې شوه او له ذهنه يې نه شوای ايستلای.

له ۴۶ کلونو وروسته یې په ۲۰۱۶ کال کې بیا د زده کړو د بشپړولو په اړه فکر پیل کړ، تر ټولو لویه ستونزه یې دا وه چې خپل علمي اعتبار یې له لاسه ورکړی و، ټاکل شوې وه چې لومړی به د منځنۍ او ثانوي دورې درسونه بیا پیل کړي. د نوموړې د منځني ښوونځي د نصاب له تکرارولو وروسته بیا له عالي لېسې فارغه شوه او د امام عبدالرحمن بن فیصل له پوهنتون څخه یې د ټولنپوهنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.

تگ