جوزا 24, 1402 17:43 Asia/Kabul
  • هندۍ اداکارې اسلام قبول کړ او له یوه مسلمان هلک سره یې واده وکړ

هندۍ نیمه فحشه اداکارې ګهانا ویششت له خپل مسلمان ملګري فیضان انصاري سره واده وکړ.

د هندي رسنیو په وینا، د ګهانا ویششت پر ضد د غیر اخلاقي فلمونو په تړاو قضیه هم ثبت شوې، چې له امله یې نوموړې په ضمانت بهر ده. په ورته مهال کې په ټولنیزو رسنیو کې د هغې یو عکس خپور شوی چې په کې هغه شاوو/ښالي فیضان انصاري څنګ ته د واده په سرو جامو کې ناسته ده.

په عکس کې ناوې او زوم لیدل کیږي چې د واده سند لاسلیک کوي:

Image Caption

 

د راپور له مخې ګانا او فیضان له ډېرې مودې راهیسې په اړیکه کې وو. دواړو تر اوسه خپل واده نه دی تایید کړی. خو د انټرنېټ کاروونکو د دغه خپور شوي عکس له لیدلو وروسته دواړو ته د نوي ژوند د پیل مبارکي ویلې ده. د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې ګهانې او فیضان په اسلامي طریقه واده کړی او داسې خبرونه هم شته چې ګهنا هم اسلام قبول کړی دی.

 

تگ