د پروین ملال څو شعرونه
زه اوس هغه خوبونه، نه وینمه خوبونه هم، خپلې څیرې بدلوي خوبونه هم، پرمخ نقاب غوړوي خوبونه هم لکه، سپیڅلې سپین ککۍ کوترې
زما خوبونه …
زه اوس هغه خوبونه، نه وینمه
خوبونه هم، خپلې څیرې بدلوي
خوبونه هم، پرمخ نقاب غوړوي
خوبونه هم لکه، سپیڅلې سپین ککۍ کوترې
دصلیبونو ښار کي
د شنو ګونبدو، مزارونو، خړه لار ورکوي
خوبونه هم لکه د هرکال موسمونه
خپله، خپل رنګ اوجوله بدلوي
زما خوبونه اوس، لکه دیوال باندې،
راځوړنده خالي چوکاټ
خالي، خالي دي
لکه هېنداره زنګ وهلي، په زاړه بکس کي
زنګ وهلي
لکه یو مسته شړکیدونکې ویاله
چي وچکالۍ کي د وچ دښت په شانې
په وچو شونډو اوتڼاکي زړه
د شین اسمان څخه، باران غواړي
زما خوبونه ټول نیمګړي دي اوس
چي کله، کله پرما راشي زه یې نیم و، وینم
زماخوبونه ټول په ملا مات شوی
هریو اندام یې یو په یو ځای بل په بل ځای
فریادونه کوي
زما د خوبونو جزیرې باندې هم
د (ډیورنډ خط) تیر شوی
زما خوبونه يی په ملا مات کړی
۲۰۲۲ / ۲/ ۳
نڅیدونکې اروا
په لوی سالون کي د کړکېو او پردو سره
وږمو په لوبو، لوبو میینه کول
کړکېو غيږه پرانیستلې
د وږمو د هرې ساه سره یې
د حریرې او درنګینو پردو
د ګریوانونو تڼې داسي پرانیستلې
لکه بڼ کي د ګلونو غوټې
په سندریزد ږوږه ډک تشیال کي
یوه مجبور، یوه غریب سندرمار
د بې حجابو او بربنډو تورو ډکه شاعرې،
په سور او تال پېیله
د رڼاګانو په لاسونو کې وو بوی د شراب
او د سګریټ لوخړې
د موزیک غیږکي د ډیر شوقه
تاویدلې، تللې
په سره قالینه د سالون په مینځ کي
یو ټپي روح زنګیدې
یو ټپي روح نڅیدې
یوه ډیوه وه سر تر نوکه یبله، یبله
تر سبا سوزیدل
۲۰۲۲ / ۲ / ۵
ژوندون څه دی؟
ژوندون څه دی؟ چا ته خیال، چاته روښانه حقیقت دی
چاته ټوله ازمیښت، چاته یوه شیبه لذت دی
پلي تلل وچه بید یا ده، ترمنزله رسیدل دی
د کروړو ښکلول دی، د تڼاکو سره تلل دی
درد او اوښکې پکښې ناڅي د غم ډ که زمزمه ده
د چوپان د شپیلۍ اوښکه د سارا غیږ کي پرته ده
یا د ستورو ډکه شپه کي د میینې ښځې خوب دی
د حسینو بې باکیو یو بې با ک مست لیونتوب دی
د نیم زالو قهقهو کي د شور سیند دی یاغیتوب دی
د زلمیو په اتڼ کي د ډول خرپ دی او پایکوب دی
تنده، تنده لوږه، لوږه د نېستیو پاچهي ده
وه یوي ګولي ډوډۍ ته په بازار حسن فروشي ده
تخت او تاج زر او سینګار دی، د پاچا رنګین دربار دی
ساز سرود نغمې، نغمې دي د پایزیبو شرنګهار دی
یا بازار دی د هېندارو، د ړندو دکانداري ده
هر څه شته خو سترګې نشته، حیراني، حیراني ده
آدم خان پکښې پلنډي دی، او سوالګره درخانۍ ده
د هلک څیری کتاب دی، تخته ماته د نجلۍ ده
ژوندون څه دی؟ زما د ښار شهید جومات، شهید منبر دی
اذان نشته، سجدې ورکې، د امام لاس کي خنجر دی
نه ژړا شته، نه خندا شته ګونګ تشیال ګونګی یې لمر دی
تپوس نه کړي د کاروان څوک، وخت ولاړ لکه دغر دی
دیوالونه یې ټول ژاړي، په کړکېو یې محشر دی
دروازې یې پرتي لار کي، اندامونه یې خوږیږي
چي سیلۍ لاس باندې تیرکړی د زګیرویو ږغ یې خیژي
ژوند ون څه دي؟ د زلمی په لاس کي نخښه د میینې
سپین دسمال ګل د وریښمو، ځیني څاڅي د زړه وینې
د لاس بوی یې اوس هم لولې، د خامک واړه لمنې
هر سهار او هرماښام یې بویوې میین له مینې
بې وسي ده، بې وسي ده، پردیسې لکه ښامار دی
میاشت تر میاشتي، کال ترکاله د دېدن تنده ده، نار دی
ماشوم وکړله پوښتنه، مورې؛ ژوند څه؟ څه یې کار دی
زموږ د لوږې څخه جوړ دی، د نیتسمنو زړه ازار دی
د یوې روپۍ په بیه زما اوښکو ته بازار دی
د هوس د نظر باز دی، د بې وسه ګریوان تار دی
هره ورځ مې امتحان دی، هر ګړۍ ظالم خونکار دی
یو امید دی د ښوونځی دی، د کتاب د غیږ ګلزار دی
ستا د خور سپیرې کوڅۍ او سپیره بخت دی
دسوالګر پتری کچکول دی، د امیر دزرو تخت دی
ژوندون څه دی؟ د بزګر چاودلې پښې، د شپې انجام دی
د تڼاکو یې ځواني ده، کار یې اوس هم ناتمام دی
اسویلي د کوڼدې ښځې، مړ څراغ ستړی ماښام دی
سوړ نغری، ژمی ناترسه د سترخوان تش د اتام دی
د ښار لویه میخانه ده، د چالا س کې زرین جام دی
د مستۍ په لېچو زانګي موسیقي ده ګل اندام دی
د مرغۍ وروستۍ سلګې دي، لیرې، لیرې ځالګۍ ده
د چيچیو یې چوڼ، چوڼ دی، ورکه، ورکه یې مورکۍ ده
ژوندون څه دی؟ مازدیګر دی د مفلس سړي ناکامه
بېروزګار، کور ته په لاره، لاس یې تش زړه ناارامه
یا چمن کې دې اتڼ د نګهتونو له ماښامه
د غوټې د شوڼدو ږغ دی د رنګونو له تمامه
د سپوږمۍ غیږه تاو شوې تر سیندونو ناتمامه
سپیني اوښکې دي د ستورو څاڅي، څاڅي له هربامه
د لومړې ماشوم نړۍ ته د راتګ لومړۍ شیبه ده
د مور سترګو کي ددرد، او خوښۍ ګډه ننداره ده
ژوندون څه دی؟ د یتیم ماشوم د تورو سترګو سوال دی
بې ځوابه توره شپه ده، تیاره خونه، تش تشیال دی
د ګلونو نګهتونو پرانیستنه ده جمال دی
ویښیده د پاڼو، د پانو د سبا د وږمۍ پال دی
د چمن د لمن رنګ دي، د وطن د مورکۍ شال دی
پر اوږو پروت د نښترو، په جبین د حسن خال دی
د ژړې لمر نندارتون دی مازدیګر افق رنګین دی
پلوشو کي د زر لامبې، بام او غر زرین، زرین دی
ژوندون څه دي؟ د باران د لومړني څاڅکي قدم دی
زیږوي د خاورو عطر ، یو احساس د خواږه نم دی
الوتل دی، الوتل دی د اسمان څوکې یې تم دی
د سارا د لمن ګل دی، د دې هسکو غرو پرتم دی
په تیاتر کې ننداره ده، د خوښۍ نه اوږد ماتم دی
مزدورۍ کې ستړې ځوان دی، پردیسي ده پردی چم دی
څک، څک ږغ دی د څو څاڅکو، موسیقي ده زیر و بم دی
شور دی، شور د قیامتونو، نړۍ نه ده کور د غم دی
د لومړۍ شپې ناوې ناسته په پالنګ، په زړه غمګینه
سر تر نوکه ده پسوللې، سر ترنوکه ده زرینه
ژوند د تیرو، پسرلیو د ګلونو، او د پاڼو ډک کتاب دی
په هر باب کي جنتونه په هر باب کي پروت عذاب دی
مجموعه د محسوساتو، د ښکالو جوړ شوی باب دی
د سبا نګارخانو کي، د رنګونو جوړ ثواب دی
افسانه ده، حقیقت دی، حادثه ده، ژوند دریاب دی
تږي، تږي مسافر دی، او په مخ کي یې سراب دی
د یو چا د ټپ ناسور دی، وینې، وینې دی خراب دی
د یو چا شرابخانه ده، د جانان د لاس ګلاب دی
د ساتونکې زخمې لاس دی، وروستنۍ مرمۍ او ټک دی
د جګړې وروستۍ شیبې دي، تسلیمي او تش توپک دی
درد، دی، درد، دي ژوندون ټوله، ژوندون نه دې د غم ساز دی
په بیلتون ځپلې ښار کې، دردونو ډک اواز دی
په ګریوان د نجلۍ اوښکې، د هلک د آه پرواز دی
په آسمان د بوډۍ ټال دی، له رنګونو یې آغاز دی
د بڼو د رپ شیبه ده، د لېمو د افق باز دی
ورځ او شپه پکې اوسیږي، د نړۍ د سترګو راز دی
ژوندون څه دی؟ د پناه او بقا ستړې ستړې سوبه،
هم بایلل دی، هم ګټل دی، د ورکو فال یې بویه
د آئېنو بار په شا وړل دی، په دلدل پښې ایښودل دی
د لمبو تر سیورو لاندې، په سکروټو لوبیدل دي
د خندا کړس ښخول دي، ټول غمونه اخیستل دي
د ماشوم د سترګو نور دی، د ماشوم زړه دربېدل دی
د یو چا ژوندون کول دي، د یو چا ژوند تیرول دي
څو روڼې شپې د سپوږمۍ دي، تر ږمېو ته ورتلل دي
ترږمۍ غیږ کې نیول دي، په رڼا پسي وتل دي
ژوندون څه دی؟ هڅه، هڅه، منډه، منډه ده کرار دی
څیرول دي د پولادو، د رڼا په تمه څار دی
د یو څه لاس ته راوړل دي، د یو څه د پاره کار دی
بل څه نشته، بل څه نشته، انتظار دی، انتظار دی
۲۰۲۲ / ۱/ ۱۹
برتانیا