اختريز يادښت| عارفه عنایت الله
دلته په دغه لیکنه کې د لیکوال احساس او په لومړي ځل د هېواد لیدل بیان شوي دي.
زه د ځينو شخصي چارو لپاره په لومړی ځل خپل ښایسته افغانستان ته تللې وم.
ما به تل فکر کاوه چې زما سترګې څومره بد قسمته دي چې تر اوسه یې د خپل وطن لوړې ژورې، غرونه، سیندونه، میدانونه او ګلان لا نه دي ليدلي.
زما لاسونه څومره بد نصیبه دي چې تر اوسه یې خپل بیرغ نه دی پورته کړی، او ګامونه مي څومره بې برخي دي چې تر اوسه یې په خپله خاوره قدم نه دی اخیستی..!
دا ځل چې زما دا ارمان پوره شو نو د خوشالي او سکون احساس مې آن په روح کې لا وغځېده، په تېره چي د خپلو بوختیاوو له کبله مي له نېکه مرغه اختر هم په لومړي ځل د وطن په نوم شو، نو د خوښۍ او روحي ارامتیا یوه تلپاتي انګېزه مي په بدن او روح کي د یوه نه هېرېدونکي یادګار په بڼه ثبت شوه.
له اختره یوه ورځ له مخي موږ د کلي په لور روان شو ځکه اختر چي هر ځای وي له کورنیانو، خپلوانو، ملګرو او يارانو سره خوند کوي.
کلي ته په رسېدا لمر په ډوبېدو شو او د اسمان په لمنو د تیارې څادر په خپرېدا شو.څومره چي تیاره پخېده همدومره په رڼه اسمان کي د ستورو ځلیدونکي سترګکونه هم ډېرېدل، کټ مټ داسي لکه مورجاني چي مي راته د تورکتان ټیکري په منځ کی د سپینوځلیدونکو هفت رنګه غمیو جال اوبدلی وي.
پالونکی څښتن دی زموږ د هېواد اسمان د ټولي نړۍ په اسمان کي په ځانګړي ډول ښایسته، روڼ او تل همداسي ځلیدونکی لري. یقین ومنۍ چي ما په هېڅ اسمان دومره ډېر او پړقیدونکي ستوري نه وو لیدلي، په تکه توره تیاره کي دې ځلیدونکو ستورو زموږ اسمان ته یوه بیخي ځانګړي ښکلا وربښلي وه، نه پوهېږم چي دوطن مینه وه، د ښکلا دې احساس ته زه نادیده وم او که ریښتیا هم زموږ هېواد همدومره ښایسته دی چي بېلګه یې راته په نورو اسمانونو کي نه ښکاري..!
د وطن د اختر شپه وه، د ډوډۍ له خوړلو وروسته د شنوچایو په سر دکلیوالو ميرمنو د خنداوو بانډار ښه تازه وو، د نیمي شپې له تېرېدو وروسته موږ ټولو په ساده وطني طرز لاسونه سره کړل. اختريزي جامې مو تیاري او د سهار لپاره مو په حمامونو کې د تودو اوبو تابیا ونیوله او له هغه وروسته مو د خوب په ټال زانګل پېل کړل.
د اختر ګلورين سهار په ټول وطن خپورشو، هر طرف ته خوشالي، نوي جامي، نکریزي، خنداګاني او مسکاوي وې. له لمانځه او سباناري وروسته د کلي ماشومانو د ميوې ټولولو لپاره په کورونو تګ راتګ پیل کړ. هر کور ته به ډله ماشومان لاړل خو لکه څنګه چې ما په کتابونو کې ويلي ول چې د هغو ماشومانو کوربتوب هر کلی ډېر په مينه کوي او کڅوړه یې له ډول ډول میوو ور ډکه کړي. د کتابونو دا خبره دومره هم سل سلنه ریښتیا نه وه، ځکه چي ځینو به ماشومانو ته پخوانۍ د کلونو او عمرونو زړه شوې میوه ورکړي وه، ځینو به بیا په چل چل کې لږ میوه ورکړه او پوه به یې کړو چې بیا څوک رانشې او ځینو بیا رښتيا هم په ډېر اخلاص سره تازه میوه ورکوله. په هر حال د اختر لومړۍ او دوهمه ورځ تیره شوه.
د اختر د دریمي ورځي لمر څه بې زړه د غره له څوکي سر را پورته کړ. نن مو هوډ درلود چې د کلي فلانکي ماما کره به ځو، د ماما د کور لاره بیخي کلاسکي ډول جوړه وه داسې چې تا به ويل کوم يوناني انځورګري ده. یو طرف ته لښتی چې اوبه ډيري په نرمۍ سره پکې بهیدلې، بل طرف ته تک شین پټی چې د لاله او ارغوان ټوکیدونکو ګلانو پکي خپل د شرم سرونه د ځمکي خواته زوړند کړي وو،خال خال کورونه چې د امریکایی اشغالګرو د مرمیو له لاسه سوري سوري شوي وو. او د بمبار، جنګونو، اورونو، تندرونو او وینو له يوه تریخ تاريخ پرته پکي بل هېڅ هم نه ترسترګو کېدل ..!
پرله پسې جنګونو زموږ حالت هم ډېر جالب کړی ده، د کلي په یوه کونج کې به جنازه وي او په بل کونج کې واده. په يوه کونج کې به د شهید ځوان جسد مور او پلار ته ايښی وي او په بل کونج کې بیا د زوی په پیدایښت خوشالي او ګډاګاني!
هم دغسې حال د نن ورځي هم وو. د کلي په یوه کونج کې په یوه کور کې د لور د نوي ژوند او واده په اړه د مشرانو مشورې او فیصلې او په دغه کونج کې مطلق مختلف حال!
موږ ناست وو، مجلس روان وو چې ګورم یوه جینۍ کور ته را دنني شوه، له کړکۍ څخه یې راوکتل، مشران ټول همدلته وو نو سیخه اوطاق ته راغله. له ټولو سره یې پوښتنه وکړه او لاړه په کونج کې کیناسته. الله دي ما نه ګناهګاروي چې حالت ته مې وکتل نو ګمان راغی چې خدای مکړه د سوال لپاره راغلي. جینۍ د ديارلسو او څوارلسو کلونو په مابین کې ښکاریده، زړې، شلېدلي او له ګرده ډکي جامې يې په تن وې، مخ، لاسونه او پښې یې چاودي له خاورو ډک او داسې ښکاریدل چې په میاشتو به یې نه وي مینځلي، سترګي يې را ډکي او بې غږه ژړا یې پیل کړه. باور وکړۍ چې اختر او هر څه رانه هیر شول، یو ځلي مې ځان ته او بل ځلي مې هغې جینۍ ته کتل، په خپل سر پاک او نوی پړونی او زما د افغاني خور په سر شلیدلی، خیرن او پخوانی ټیکری، زما په تن نوي د اختر جامې او زما د افغاني خور په تن شلیدلي او زړې جامې او په سترګو کې د مظلومیت ، جبر او محروميت خاموشه ګيله او اوښکي.!
لږ وروسته څرګنده شوه چې جینۍ یی پلار د ځان د دوهم واده په بدل کې په ماشومتوب کې ورکړي. دا یې د واده دریم کال وو، تاسې فکر وکړۍ د هغې ماشومي واده دری کاله مخکي يعني په يوولس کلنۍ شاوخوا کې شوی وو !!!
د خسر خیلو کره ټوله ورځ لکه مزدوره کار کول، د خواښي، خسر، لیور او خاوند چوپړ د غواوو، پسونو اوکور ساتنه کول. د پلار کور ته په ښادي او غم کې د تګ اجازه نه ورکول. د جینۍ مخ او لاسونه مشکاري هم ښکاريدل، په لاس یې د داغلو نښې نښانې او ټوله ورځ په ازغنو بوټو د ډوډۍ د پختن له لاسه یې ځای ځای د لاس پوستکی چیري چیري هم وو.
پدې هرڅه سربېره یې د خاوند د فرعونيت ادراک به تر ما زيات تاسې ښه کولای شۍ!!
الغرض، څه ډول ډومیسټک وايلنس نه وو چې په دې جينۍ تیر شوي وو…!
په زړه مې د یوه درد څریکه تیره شوه. له خپلي لور او کورنۍ سره دومره ظلم لږترلږه یو با ضميره شخص نشې کولای. زما په اند يو پلار د خپلي لور لپاره تر ټولو ښه ډیفینډر او ملګری وو خو افسوس چې په هغې ورځ دا برم هم مات شو. زموږ ټولنه د مرد سالاري او پدر شاهي ټولنه ده. نو په کار ده چې لومړی د نارینوؤ په ذهنیت باندي کار وشي. له سوچه افغاني او اسلامي ارزښتونو او روا ټولنیزو رواجونو سره دي بلد شې. د غیرت، عزت او اسلام تعریف دي سم ورته وشې. ځکه کوم شی چې دوی غيرت بولي هغه اصلا تر ټولو لويه بې غیرتي ده. که رښتيا هم د جګي شملې په معنا پوهیږي نو خپلي فیصلي دي د ټولني د نازک صنف په اړه له انصاف او تدبر سره وکړي.
ښځه نیم انسانیت، د ټولني يو لازم جز او د نارینه و دایمان د تکمیل اړینه برخه ده، ځکه نو هغوی ته اسلامي او ریښتني افغاني حقونه ورکول د هرنارینه دیني وجیبه ده.
د دغې کیسې دوه کاله تیر شو مګر هغه جينۍ اوس هم زما په ذهن کې ده. او دا فکر مې دليونتوب تر پولي رسوي چې اخر ولي؟ موږ ولي دومره له عقله فارغ يو! د ښځو دا حالات به څه وخت سميږي؟څه وخت به زموږ مردسالاران د مور، لور، ميرمن او خور په مقام او مرتبه پوهیږي؟
دا ټولي خبري تر افغانیت او مسلمانيت را یادي شوې. د يوه افغان په حيث موږ د ښځو په معامله کې په کوم ځای کې يو، دا محاسبه هر کس خپله ښه کولای شې.
د دغه کیس ډیر جزيات دي چې زه یې له يادولو تیریږم. او بله دا چې یواځي دا نه بلکې د افغانستان په هره سیمه کې سلګونه داسې کیسونه شته چې د قانون په مخ کې شدید جرم راځي مګر افسوس دا چې زموږ ټولنه، ټولنه نه، بلکې يو ځنګل ده چې قانون او انصاف پکې نشي تطبیقېدلای.
اوس چې هر ځلي اختر راځي نو ماته هغه يو وخت کتلی فلم را یاد یږي نو بې اختیاره مي له خولې دا توري وځي چې اختره!
زموږ وطن ته مه راځه. زموږ له ژونده خوشالي کډه کړي.
خو کله چي د شاک له دې کېفیته راووځم بیا نو وايم چې نه! اختره تل په ډاډه زړه راشې ځکه چې ژوند به موږ خپله په خوشاليو رنګينوو. دا حالت چې نن زموږ دی، دا زموږ له خپله لاسه دی. اختر زموږ د ملت یواځينۍ ګډه خوشالي ده، بايد چې په ګډه يې د يوه او بل په لاس نيوي ولمانځو.
څومره چې مو په وس کې وي، په هر ډول چې وي هغومره له یوه او بل سره مرسته وکړۍ تر څو د اختر دا مسکا د هر چا په مخ خوره شې.
نور د اوس لپاره اجازت او هو رښتيا کمکی اختر مو مبارک او ژوند مو له خوښيو ډک.