حمل 23, 1402 16:17 Asia/Kabul
  • په هرات کې د ښځو له خوا د اختر بازار جوړ شو

د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره په هرات کې یو شمېر سوداګرو ښځو او نجونو د خپلو لاسي صنایعو د پلورلو لپاره د اختر بازار تر نامه لاندې ځانګړی بازار جوړ کړی دی.

سوداګرې ښځې او نجونې هیله لري چې د دغه بازار په پرانیستلو سره به خلک وهڅول شي چې محلي توکي او تولیدات واخلي. په وروستیو میاشتو کې په هرات ښار کې د ښځو لپاره د دوو ځانګړو بازارونو په فعالېدو سره لسګونه سوداګرو ښځو او نجونو په دغو بازارونو کې هټۍ پرانیستې او بېرته خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته راستنې شوې دي.د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هرات کې د ښځو د سوداګریزو چارو ښه والی هیله بښونکی بولي.د "اختر بازار" په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په هرات ښار کې د ښځو لپاره دوه ځانګړي بازارونه فعال شوي دي. د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې څلور سوه ښځې او نجونې په رسمي او یو نیم زر یې په غیر رسمي توګه سوداګریز چارې مخته بیایي.

تگ