امریکا: د ملګرو ملتونو ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز به افغانان نور هم زیانمن کړي
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګولی بندیز دې لغوه کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګولی بندیز دې لغوه کړي.
ملګرو ملتونو پرون وویل چې سرپرست حکومت ورته ویلي چې د دغه سازمان ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز لګول شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د وري په ۱۷مه په یوه ټویټ کې د سرپرست حکومت پر دې پرېکړه کلکه نیوکه کړې او هغه یې د شرم وړ بللې ده.
Disturbed by another reprehensible Taliban decision banning Afghan women from working with the @UN. This will threaten vulnerable Afghans who depend on humanitarian assistance. We urge the Taliban to put Afghans first and reverse this decision. https://t.co/o3MGpz2ahN
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) April 6, 2023
هغه زیاته کړې: «دا چاره به زیانمنونکي افغانان چې په بشردوستانه مرستو پورې تړلي دي، وګواښي؛ موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او دا پرېکړه لغو کړي.»
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد یې له ملګرو ملتونو سره ولاړه دی او د سرپرست حکومت دا پرېکړه غندي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د سرپرست حکومت دا پرېکړه به افغانان نور هم زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي او په افغانستان کې د دغه سازمان دفتر یوناما هم دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې ورته د منلو وړ نه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، له دې مخکې یې څو ښځینه کارکوونکې له ځورولو، وېروولو او نیولو سره مخ شوې دي؛ له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې تر بلې خبرتیا دغه دفتر ته راپور ورنهکړي.