حمل 19, 1402 11:41 Asia/Kabul
  •  بلخ کې هټۍوالې د خدیجةالکبرامارکېټ پر جوړېدو خوښي څرګندوي

بلخ کې د ښځو لپاره جوړ شوي ځانګړي بازار (خدیجه‌الکبرا) هټۍوالې د دغه بازار پر جوړېدو خوښي څرګندوي خو وایي چې کاروبار یې ښه نه دی.

بلخ کې د ښځو لپاره جوړ شوي ځانګړي بازار (خدیجه‌الکبرا) هټۍوالې د دغه بازار پر جوړېدو خوښي څرګندوي خو وایي چې کاروبار یې ښه نه دی.

هغوی دغه راز له نورو ښځو غواړي څو د خپل اړتیا وړ توکي له دوی وپېري او هم دې یې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د دغه بازار يوې هټۍوالې محبوبې د بازار پر جوړېدو خوښي وښوده، ویې ويل چې له دې لارې کولای شي د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

صالحه غلامي چې په دغه بازار کې د غالیو اوبدلو کارخونه او هټۍ لري وایي چې د دغه بازار له جوړېدو ډېر وخت کېږي خو تر اوسه نه ده توانېدلې یوه غالۍ هم وپلوري.

فاطمه سادات د یاد بازار بله هټۍواله ده، هغه وایي چې دوکان کې یې د ښځو اړتیا وړ بېلابېل توکي تولید او پلوري خو بازار یې کمرنګه دی.

هغه وایي، ډېرې ښځې له بهرنيو توکو او جامو استفاده کوي، بايد د کورنيو توليداتو د ودې لپاره له کورنيو توليداتو ګټه پورته کړي.

بلخوا د دغه بازار پېرېدونکې هم خوښي دي چې دغه ډول بازار ورته جوړ شوى دى.

نفیسه چې د ښځو ځانګړي بازار ته د توکو پېرلو لپاره راغلې وه، د دغه بازار پر جوړېدو خوښه ده، خو له حکومته غواړي څو د دغه بازار د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

تمنا هم دغه بازار د ښځو هوسیانې لپاره مهم ګڼي او وایي چې د نارینه‌ پلورونکو په پرتله دوی په هوساینې سره خپل د اړتیا وړ توکي له ښځینه پلورونکو پېرلی شي.

بلخ کې د ښځو لپاره د جوړ شوي ځانګړي (خدیجه‌الکبرا) بازار مسووله پښتنه افغان وایي چې په دغه بازار کې ۱۲۰ هټۍ فعالې دي او په ټولیزه توګه په کې تر ۷۰۰ ښځې پر کار بوختې دي.

په ورته مهال حکومتي مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د دغه بازار د پراختیا او له هټۍ‌والو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ريیس امیرمحمد متقي وایي، د خدیجة الکبرا بازار یو منظم مارکېټ دی چې د امر بالمعروف ریاست ټول شرایط په کې پام کې نیول شوي.

هغه وایي، د دغه بازار د پراختیا په هڅه کې دي او هم به له بېلابېلو لارو د دغه مارکېټ هټۍوالو ملاتړ کوي.

د خدیجة‌الکبرا ځانګری بازار چې د ښځو لپاره جوړ شوی، پلورونکي او پېرېدونکي یې ټول ښځینه دي او په دغه بازار کې د ښځینه‌وو ټول د اړتیا وړ توکي موندل کېږي.

تگ