حمل 09, 1402 11:04 Asia/Kabul
  •  زینب: د روضې بڼه مې جوړه کړه څو وښیم چې نجونې هم د انجنیري کارونه کولای شي

د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل‌ کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

زینب تغاچي د میمنې ښار د «ستاره عالي لېسې» یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده چې تر دې مهاله د ټولګي اول‌نمره پاتې شوې ده.

هغې وویل، د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل‎کېدو یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی و خو هڅه یې وکړه چې له رامنځته شوو ستونزو سره مبارزه وکړي او په دې موده کې یې د خپلو درسونو تکرارولو ترڅنګ نقاشي او د لاسي صنایعو جوړولو ته هم مخه کړې ده.

زینب په دې وروستیو کې توانېدلې څو له کاغذ، کارتن، مریو او کروپ څخه په استفادې په مزارشریف کې د حضرت‌علي د روضې نما جوړه کړي.

هغه وايي: «د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته مې کور کې ارام ونه کړ … په لږ امکاناتو مې له چارت، کارتن، رنګه قلمونو، مریو او له برقي ګروپونو په استفادې په درېیو میاشتو کې یو متر او ۸۰ سانتي‌‍متره اوږده او ۶۰ سانتي‌متره لوړه د روضې نما جوړه کړه.»

زینب خوښه ده، کومه موده چې له ښوونځي محرومه وه خو توانېدلې څو یو کار سر ته ورسوي او ښه لاسته راوړنه وکړي.

هغې زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کې د انجنیري او معماري کارونه د نارینه‌وو اړوند ګڼل کېږي او فکر کېږي چې نجونې د انجنیري برخې او کار استعداد نه لري؛ خو د روضې د نما طرحې په جوړولو مې ثابته کړه چې الله (ج) نر او ښځې ته یو شان ذهن ورکړی، هر څوک د خپل استعداد له مخې کولای شي د خپلې خوښې په برخه کې زده‌کړې او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.»

زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل‌کېدو په اړه سخته اندېښمنه ده او پرانیستلو ته یې شېبې شماري وايي: «د علم زده‌کړه پر نر او ښځه فرض ده، د یو هېواد پرمختګ د نارینه او ښځینه وګړو له سوده زده‌کړې سره تړاو لري؛ خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل‌کېدو زما او د افغانستان د ټولو نجونو پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی، زما او ټولو نجونو غوښتنه دا ده چې د نوي کال له پلېدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

زینب باوري ده چې خامخا به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل کېږي خو زیاتوي، د ښوونځیو تر پرانیستل کېدو هڅه کوي چې خپل درسونه له پلار، مور او په کورونو کې د جوړو شوو کورسونو له استادانو زده کړي، څو خپلو هغو موخو ته ورسیږي چې د راتلو لپاره یې ټاکلې دي.

هغه له نورو نجونو چې ښوونځې او پوهنتون ته له تلو بې‌برخې دي، وغوښتل چې ناهیلې نه شي او خپل درسونه په کورونو کې تکرار کړي.

تگ