حوت 24, 1401 12:34 Asia/Kabul
  •  پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده. د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسوولانو په وینا، په یادو ټولګیو کې د ښوونځي له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کړې ورکول کېږي.

په ورته مهال د یونېسف له‌خوا په جوړو شویو دې ټولګیو کې ۴۷۸ ښوونکي تدریس کوي چې ۸۸ یې ښځینه ښوونکې دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۹۴۴۸ زده‌کوونکو له ډلې یې ۷۲۹۳ هلکان او پاتې یې نجونې دي.

Image Caption

 

 

د پکتیکا د پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي وایي چې یاد ټولګي د یونېسف له لوري تمویلېږي او د تطبیق چارې یې د سویډن کمیټې او سټارز موسسې له‌خوا پرمخ وړل کېږي. یاد ټولګي له تېر یوه کال راهیسې د پکتیکا مرکز او ولسوالیو کې رامنځته شوي چې د ژمي پر مهال هم فعال وي.

پکتیکا د هېواد له هغو ولایتونو دی چې یو‌شمېر ولسوالۍ یې ښوونځي نه‌لري او یا داسې سیمو کې جوړ شوي چې ډېری ماشومان ترې محروم دي.

تگ