حوت 20, 1401 12:10 Asia/Kabul
  • موږ خپل گلان د دوزخ په اور کې سوځوو | آصف بهاند

زموږ په ټولنه کې، له کلونو راپدېخوا یو شمېر روناندي د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي او ټوله هڅه یې دا ده چې لومړی باید ښځې ته د دویمې درجې انسان په سترگه ونه کتل شي، بیا د دې لپاره تبلیغاتي او عملي کار روان و چې ټول خلک په دې قانع شي چې ښځه د ټولنې نیم بدن دی او پرته له ښځې د نارینه کار او پرمختگ نیمگړی دی او…

خو حالات داسې راوستل شول چې د ښځو د حقونو د اعادې لپاره د روناندو ټولې هڅې او مبارزې په اوبو لاهو شوې او د ښځو ژوند د د دې پر ځای چې د ښېگڼې پر لور حرکت وکړي؛ نور هم داسې خراب شو چې اوس ټوله نړۍ ورته حیرانه ده چې څه پرې وکړي.

کوم چلن چې اوس په افغانستان کې له ښځو سره روان دی، هغه ته په لیدو سره د افغانستان هېڅ نارینه حق نه لري چې د ښځو د حقونو په باب څه ووایي او یا د دوی د ورځې (مارچ اتمه) په خاطر یا څه ووایي او یا څه ولیکي.

په افغانستان کې پر خلکو، په تېره پرښځو باندې ولې او چا دا حالت راووست؟ د ښځو په مقابل کې کومه عملي پالیسي چې اوس تطبـیـقېـږي، عملاً د «ښځه یا په کور، یا په گور» د شعار تطبیق او په عمل کې پیاده کول دي، زموږ په هېواد کې هره ښځه او هره جلۍ بندي شوې ده، د مصرف او جیل حاجت هم نه شته، د هر چا لپاره خپل کور زندان شوی دی؛ نو بیا به څوک په کومو سترگو او کومو اخلاقو ووايي چې موږ ښځو ته د هغوی حقوق ورکړي دي او د هغوی لپاره مبارزه هم کوو.

که په افغانستان کې له ښځو سره د چلن روانې پالیسۍ ته وگورو، په حقیقت کې ښځې موږ په ژوندینې خښې کړې دي، د عربو د جاهلیت د دورې قانون مو د یوویشتمې پېـړۍ په درویشتم کال کې په هسکه غاړه تطبیق کړی دی، په رسمي ډول مو د ښځو جنازې ترسره کړې دي او داسې گور ته مو سپارلې دي چې «کور» نومېـږي.

هرڅوک چې ښځه د ټولنیز ژوند له ټولگې نه منفي کوي، هغه د مدرنې نړۍ هغه خړ څټي انسانان دي چې له ښځو سره تر هرچا ډېر ظالمانه چلن کوي، په افغانستان کې له ښځو سره هغه څه روان دي چې تر اوسه د بشریت په تاریخ کې داسې کړه او عمل له ښځو سره نه دی ترسره شوی. تعلیم بند، کار بند، خندا بنده او…

هغه ډله افغانان چې له ښځو سره د همدې روان چلن پر ضد دي، نور خو په اوسنیو شرایطو کې د دې ناورین د مخنیوي لپاره هېڅ نه شي کولای، حد اقل خپله ژبه او قلم خو باید وکاروي. موږ ټول په رڼو ورته گورو چې پر ښځو باندې د وخت مېچنې گرځول کېـږي او داسې نوم پرې ایښودل شوی دی چې څوک د هغه نامه پر وړاندې سپڼ قدرې هم نه شي کولای. اوسني واکداران چې د هرکار په مورد کې استدلال ونه لري، بیا د شریعت ډال کاروي او وایي چې: «دا کار غیر شرعي دی.» اوس باید پوښتنه داسې مطرح شي چې: د افغانستان له نجونو او ښځو سره د کېدونکي ظلم کومه برخه شرعي ده؟

زه یې داسې انگېرم چې له ښځو او نجونو سره د دومره ظلم پایله به دا وي چې په افغانستان کې به څو نوي نسلونه وپرزېـږي.

ما د «ښځگلې» د لومړي ټوک په مقدمه کې پخوا لیکلي وو چې:

«نور څوک یې چې هر ډول انګیري، خو ما ته مېـرمنې (ښځې) ګلپاڼې دي او د ظلمونو او تیریو په هغه چاپیریال کې چې زما د وطن، افغانستان ډیره سلنه میرمنې جبراً راگیر کړای شوې دي، د دوزخ اور یې ګڼم، او زه نه غواړم چې هېـڅ ښځه، په تیره افغان میرمن د دغه اور په دایره کې راګیر وي…»

دا دی د کلونو په تېرېدو سره د همدې بل کړای شوي اور لمبې نه یوازې مړې شوې نه دي، بلکې لا مرگونې شوې دي او زموږ د وطن د نجونو او مېرمنو غوښې او هډوکي په کې سوځي او اوس یې لمبې دې برید ته رسېدلې دي چې ټول عالم پرې خبر دی، خو…

اوس خو د افغانستان پرښځو باندې دغسې حالت روان دی او زموږ د وطن پر دې گلانو باندې باندې د ظلم تبۍ نوره هم سره شوې ده او د ښځې نازک بدن اوس هم پرې الیل کېـږي. د دې په هیله چې یوه ورځ به په افغانستان کې داسې حالت راشي چې پر ښځو به روان ظلمونه ودرول شي او دوی ته به خپل انساني حقوق ورکړل شي.

د همداسې ورځې په هیله!

تگ