حوت 17, 1401 11:29 Asia/Kabul
  • آیا په افغانستان کې نجونې او ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی لري؟

د ښځو نړیواله ورځ چې د عیسوي کال د مارچ د میاشتې له اتمې نېټې سره سمون لري، په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د ښځو نړیواله ورځ چې د عیسوي کال د مارچ د میاشتې له اتمې نېټې سره سمون لري، په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

دا ورځ « ۱۱۴» کاله مخکې په لومړي ځل په «۱۹۰۹» کال کې په امریکا کې و لمانځل شوه.

زموږ په هیواد کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې او ښځې د کار او تعلیم له حقه محرومې شوي او پر دې سربېره افغان نجونې او ښځې حتي د جوړې د انتخاب له حقه هم له پیړیو راهیسې محرومې دي.

د هېواد په یو شمېر سیمو کې  کومې ښځې چې لور وزیږوي وهل کېږي، ټکول کېږي ان تر دې چې وژل کېږي.

نجونو او ښځو ته بې حیایۍ په سترګه مه ګورئ، بلکې دوی ته د فرښتو په نظر وګورئ، ځکه له هغوی پرته نړۍ نیمګړې او بدرنګه ده.

مېرمنو ته په درنه سترګه کتل کمزوري نه بلکې د خدای «ج» امر منل او انسانیت ته په درنه سترګه لیدل دي، راځئ، ټول په ګډه د خدای «ج» امر ومنو او خپل انسانیت ثابت کړو، او د خپل کور څخه نیولې د ځمکې په سر ټولو نجونو او ښځو ته ټول انساني، اسلامي او افغاني حقوق ورکړو؛ او دا کار د خپل ځان لپاره د شرم نه بلکې ویاړ وګنو.

د ښځو د نړیوالې ورځې له مخې د ا.ا.ا په رهبرۍ هم غږ کوم چې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو، پوهنتونونو تر څنګ د کار کولو دروازې خلاصې کړي؛ مه پرېږدئ چې هېوادوال مو د علم له ړنا څخه بې برخې پاتې شي. ځکه حکومتونه تل د بدلون په حال کې وي، مګر ښې او بدې کړنې یې په تاریخ کې نورو نسلونو ته پاتې کېږي.

ښځې کولی شي د کور، ولس، هېواد او نړۍ په آبادۍ کې پوره ونډه واخلي، راځئ په هغوی باور وکړو، په هره برخه کې دوی ته ونډه ورکړو؛ تر څو کور، ولس، هېواد او نړۍ په ګډه آباده او ښکلې کړو؛ د یوه داسې هېواد په هیله چې انسانیت په کې حاکم او ټول ملت خپلواکه او خوشحاله وي. تر څو هیڅوک له هېواد څخه کډوال نه شي، او هیڅوک له زده کړو، کار، پرمختک او آزادۍ څخه بې برخې پاتې نه شي.

لیکوال: محمد مبين هڅاند

تگ