حوت 17, 1401 11:18 Asia/Kabul
  • نن د مارچ اتمه ده چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دې مناسبت پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "د افغانستان په شپاړلسو ولایتونو کې تېره اوونۍ له ۴۵ افغان ښځینه مشرانو سره میټنګونه کړي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دې مناسبت پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "د افغانستان په شپاړلسو ولایتونو کې تېره اوونۍ له ۴۵ افغان ښځینه مشرانو سره میټنګونه کړي."د رینا امیري په وینا، دغو ښځو ویلي، په غیردولتي مؤسسو کې د ط.البا.نو له‌خوا د ښځو او نجونو پر کار بندیز، مدني ټولنه ډېره ځپلې ده.مېرمن امیري لیکلي، په دې برخه کې د ښځو رهبري خورا مهمه ده او له ښځو سره د مدني ټولنو په رهبرۍ کې باید مرسته وشي.په همدې حال کې اروپايي ټولنې د مارچ د اتمې په درشل کې د ط.الب.انو پر دوو چارواکو: د لوړو زده‌کړو پر چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر چارسمبالي وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول.

تگ